د غور ولایت سیمهييز چارواکي نن(سېشنبې د وري۲۸مه) وايي ناپېژاندو وسلهوال د هرات غور پر لویه لار درې تنه مسافر وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي.
د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي طلوع نیوز ته د دې خبر پخلي ترڅنګ زیاته کړه چې یو شمېر وسلهوالو مرکز فیروز کوه ښار ته نېږدې په برخهخانه سیمه کې دا مسافران له موټره ښکته کړي او وژلي یې دي.
یو شمېر سرچینې وايي چې وسلهوالو د موټر یو شمېر سورلۍ له ځانه سره بېولي دي.
خو د والي ویاند وايي چې دا کسان بېرته خوشې شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
اخوا بیا طالبان په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل ردوي.