د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي، چې د مدرسې استاد او د شیخ احمد کلي د جومات ملا امام قاري هجرت الله،د شپې پر مهال وژل شوی دی.
هغه زیاتوي چې قاري هجرتالله، لومړی د دوو موټرسایکل سپرو له خوا تښتول شوی او وروسته وژل شوی دی.
د هغه د مالوماتو پر بنسټ، قاري هجرتالله د دغې ولسوالۍ د شیخ احمد کلي په جومات کې د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات څخه د وسلهوالو کسانو له خوا وتښول شو او وروسته هغه یې د (زېړو) په کلي کې وواژه.
په دې اړه مو اندونه