ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند ۱۶ فاميلي سيمه کې د یوه جومات ترڅنګ د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسان ټپيان دي.
پېښه نن( یکشنبې د غويي۹مه) هغه مهال رامنځته شوې ده چې په یوه زرنج موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي چاوديدونکو توکو چاودنه کړې ده.
د ننگرهار ولایت د والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي چې په چاودنه کې یوه ښځه، یو ماشوم د پولیسو یو فسر او درې نارینه چې ملکي کسان وو ټپیان دي.
د چاودنې پر مهال جومات کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر روان وه.
ښاغلی خوګیانی وايي چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټپيانو حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
په همدې حال کې د پېښې شاهدان زیاتوي چې دې برید کې ۱۶ کسان ټپيان دي او ډېر شمېر یې هم ملکي کسان دي.
د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر (د وري۲۵مه) د پیل راهیسې د پېژندپاڼو پر ویش او نوملیکنو پر مرکزونو دهېواد په بیلابیلو ولایتونو کې شپږ ځله بریدونه شوي دي.
د کابل برید کې چې لویدیځ شپږمې حوزې کې وشوه، ۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۱۱۲ نور ټپيان شول.