د هرات ولایت سیمهييز چارواکو( نن چهارشنبې د غويي۲۰مه) ویلي دي چې د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سرکغاړې ماین چاودنې له مله ۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
دا چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند، عبدالاحد وليزاده د دې خبر په تائید سره زیاتوي، پېښه هغهمهال رامنځته شوې چې د ملکي کسانو موټر تېره ورځ سېشنبې د ترهګرو لخوا پر سرک ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو.
وليزاده زیاته کړه چې د دې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د پیښې مسوؤلیت نه دی منلی.