د فراه ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د طالبانو لخوا پر سرک د ځاي پر ځای شوي ماین له کبله څلورو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند، محمداقبال باهر نن(سېشنبې د چنګاښ۱۳مه) وویل چې په دې پېښه کې یو تن ټپي هم دی.
نوموړي زیاته کړه، تېره شپه د یادو ملکي کسانو موټر په پشترود ولسوالۍ کې پر دې ماین وربرابر شوی دی.
ښاغلی باهر زیاتوي چې په وژل شوی کې دوې ښځې هم شاملې دي.