Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې چاودنې د یوه ملکي کس ژوند واخیست

د هرات ښار کې د ماین چاودنې له کبله یوه ملکي کس ژوند له لاسه ورکړی.

دا پېښه تېره ورځ ناوخته (چهارشنبې د وږي۷مه) شوې ده د پېښې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې شپږ تنه نور ټپيان دي.

د سیمې خلک زیاتوي چې دا چاودنه د چسپکي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده چې د ملي اردو په یوه رنجر پورې نښلول شوی وه.

دوی د پيسې کره ځای په اړه زیاتوي چې د ظفر قول اردو د رئیس ارکان کور ته نېږدې دا چاودنه شوې ده، خو د پېښې اصلي موخې په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دې پېښه کې د وژل شوي کس په اړه مالومات نه دي خپاره شوي.

امنیتي چارواکو تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالي په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د پېښې مسوؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د پېښې شاهدان وايي چې دا چاودنه د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې ده چې په یوه رنجر موټر کې ځای پر ځای شوی وه

شریک یي کړئ