Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې یوه مېرمن د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ته اور ورته کړی

هرات کې یوې ۲۵ کلنې مېرمې د کورنیو تاوتریخوالو له امله ځان ته اور ورته کړی دی.

دا مېرمن نازګل نومېږي او وايي چې دوه ورځې مخکې د خاوند له خوا د تاوتریخوالي له امله، پرېکړه وکړه چې ځان ته اور ورته کړي.

د دغې مېرمنې د سوځېدو کچه څه باندې ۸۰ سلنه ده. هغه وايي چې خاوند یې په نشه‎يي توکو روږدي دی او تل هغه ځوروي.

په داسې حال کې چې هېواد کې نورې مېرمنې د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي، خو نازګل وايي چې هغه د دې ورځې په اړه هېڅ نه پوهېږي:«هېڅوک زما د مرستې لپاره را نه غلل. ما د زړه درد له خپل خاوند سره نه کاوه؛ هېڅ مې نه دي ویلي.»

په ورته وخت کې هرات کې د ښځو د حقونو فعالان، د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو او کلیو کې د ښځو وضعیت زړه بوږنوونکی بولي او ټینکار کوي چې تراوسه د دغو مېرمنو د ژوند ښه‎والي او تاوتریخوالي کموالي لپاره د هېڅ حکومتي بنسټ لخوا اقدام نه دی شوی.

هرات کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله ماریا بشیر وايي:«موږ د دې شاهد یوو چې ښځې اوس هم له تاوتریخوالي سره مخ دي او د ښځو لپاره کوم بنسټیز کار نه دی شوی.»

خو د هرات د ښځو چارو رییسه چې نن د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې کوربنه وه، وویل چې په دغه ولایت کې د ښځو د تاوتریخوالي او قربانیو په اړه خبر نه لري.

د هرات د ښځو چارو رییسه انسیه سروري په دې اړه وايي:«موږ تراوسه د داشان تاوتریخوالو څخه خبر نه یوو؛ نه وایوو چې نشته! خو موږ په جریان کې نه یوو.»

خو د رپوټونو پر بنسټ، په روان لمریز کال کې، هرات کې څه باندې ۱۶۰۰ تنو په ځان وژنې لاس پورې کړی چې له دې ډلې څه باندې ۵۰ تنه یې وژل شوي دي. شمېرې ښيي چې دغه کسان څه باندې ۷۰ سلنه یې ځوانان په ځانګړې توګه نجونې دي. رسمي سرچینې تاییدوي چې هرات کې د نورو کلونو په پرتله د ځوانانو ځان وژنې زیاتوالی موندلی.

شریک یي کړئ