Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې افغان سرتېري د هاوان دستګاه جوړه کړې

په هلمند ولایت کې د ملي پولیسو یوه سرتیري، حمیدالله هاوان جوړ کړی دی چې کابو څلور کیلومتره لیري واټن ویشتلی شي.

د پولیسو دغه سرتیري وايي د څلور میاشتو په موده کې یې یاد هاوان په کمو امکاناتو جوړ کړی دی او په جوړولو کې یې له مختلفو توکو کار اخیستی دی. دی زیاوي که حکومت ورسره مرسته وکړي خپل دغه کار ته نوره پراختیا هم ورکړي.

نوموړی وايي دغه هاوان يي د خورا عادي او ساده اوسپنو څخه جوړ کړی دی. 

هاوان جوړونکی، حمیدالله وايي:«دا مفکوره داسي راته پیدا شوه چې پولیس غټې وسلې نه لري او دولت موږ ته غټې وسلې نه دي راکړې او ما دا وسله جوړه کړه ترڅو د دښمن په مقابل کې يې وکاروم.»

د پولیسو دغه سرتېری وايي د هاوان پر جوړیدو يې (یولک او پنځه زره ) افغانی لګښت راغلی دی او ټول مصارف يې د خپل میاشتې امتیازاتو څخه ورکړي دي. 

نوموړی وایي که حکومت يي د هاوان د جوړولو په مصارفو کې مرسته وکړي دا ډول نورې درنې وسلې به هم جوړي کړي.

حمیدال زیاتوي:«دا نه روسي تر اوسه او نه هم امریکا داسي هاوان جوړ کړی دی، ما ستاسو په حضور کي انداخت په وکړ اوس مو دوه کیلومتره ځای په وویشتی او څلور او شپږ کیلومتره ځای هم ولي، که دولت راسره مالي مرسته وکړي زه به هم نور کسان وروزم او هم به بیلا بیلي وسلي جوړي کړم.»

د ملي پولیسو هغه امنیتي سرتیري چي  جګړي په لومړی کرښه کې په جګړه بوخت دی وايي چې د جګړي پرمهال دا ډول درنو وسلو ته ډیره اړتیا لري، د حمیدالله له لوري په جوړ شوي هاوان له امله به د دوی سیمې امنیت هم خوندي شي.

سرتېری، عبدالمالک وايي:« موږ دا ډول درنو وسلو ته جدي اړتیا لرو خو موږ ته په تشکیل کي نه راکول کیږي.»

بل سرتېری، اسدالله زیاتوي:«، دغه حمیدالله چې دغه هاوان جوړ کړی دی د دغه په مرسته موږ اوس په ډېره ښه ډول خپل د امنیتي پوستې اکمالات کولی شو، حال داچې زموږ پوسته په کمربند کي ده او دلته هره ورځ جګړه هم وي.»

حمیدالله تر دې وړاندي ماینونه جوړول، نوموړی له د شپږو کلنو راپدیخوا په هلمند ولایت کي د ملي پولیسو سرتېری دی.

حمیدالله وايي که چېرې ورسره مرسته وشي، نو غواړي چې نورو کسانو ته هم د هاوان اچولو ماشین جوړولو روزنه ورکړي

شریک یي کړئ