په هلمند ولایت کې تېره شپه (یکشنبې د غبرګولي ۲۰مه) د یوه سیمهييز قومندان پر کور د برید په پایله کې ۶ تنه ټپیان شول.
په دې برید کې یو تن بریدګر وژل شوی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي چې پېښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او برید د دوو وسلهوالو لخوا شوی دی.
د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، محمد اسماعیل وايي:«دوو وسلهوالو کسانو تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په کوربرید وکړ چې له امله یې درې ملکي کسان او درې پولیس سرتیري ټپيان شول او یو ترهګر هم ووژل شو.»
د نوموړي په خبره، دویم ترهګر بیا په تیښته بریالی شو.
د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.