ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر، شاهد خاقان عباسي غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته د «دولت له دولت» سره د خبرو اترو په موخه کابل ته راشي.
ښاغلي غني دا خبره د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوه سر له لیدنه کې کړې د.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې له ولسمشر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سره له پاکستان سره د سولې خبرو اترو پر بیا پیل خبرې کړې دي خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:«په دغه کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، دواړو غاړو د افغانستان لهخوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.»
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره مبارزه، سیمهييزې همکاریو پراختیا له نورو موضوعاتو وو چې پرې خبرې شوې دي:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.»
په پای کې ولسمشر اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د "کابل پروسې دویم کنفرانس" کې پرې ټینګار شوی وه، د پاکستان لومړي وزیر ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.