Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون:ولسمشر باید د دغه کمېسیون رییس معرفي کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له هرې لارې چې وي ولسمشر دې یو کس د غړیتوب لپاره کمېسیون ته معرفي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مُنشي وایي، کمېشنران په خپلو کې نه شي کولی چې یو تن د کمېسیون د مشر په توګه وټاکي.

په ورته وخت کې  پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، د ټاکنو کمېسیون غړي پر بې وسۍ تورنوي او وایي چي اوس نو د کمېشنرانو رسمي غونډې، د قانون له مخې مشروعیت نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند او غړی وایي که‎چېرې ولسمشر ژر تر ژره د نوموړي کمېسیون یو غړی ورته معرفي نه‎کړي مصلحتونو ته په پام سره به د دغه بنسټ د غړي په اړه تصمیم ونیسي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالدیع صیاد په دې اړه وویل:«دا د ولسمشر واک دی چې هر ډول کېږي یو تن کمېسیون ته معرفي کړي ترڅو کمېسیون ته په کارونو کې ستونزه پیدا نه شي.»

قانون پوهان وايي ولسمشر د غوراوي کمېټې له څوارلس کسیز نوملړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د یوه غړي په نه معرفي کولو سره قانون تر پښو لاندې کړی او اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کومې پرېکړې کوي مشروعیت نه‎لري.

قانون پوه سبحان مصباح په دې اړه وویل:« ولسمشر قانون ته درناوی نه‎کوي د کمېسیون غړي هم هغه غونډې چې نیسي، پرېکړې یې له حقوقي ستونزو سره مخ دي. کمېسیون له حقوقي او اداري تشې سره مخ دي.»

پر  ټاکنو څارونکې ادارې هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر خپلواکۍ او توانمنۍ نیوکه کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي:«دوی په تمه دي چې حکومت ورته رییس وګماري.»

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید وویل:«له حکومت سره همغږي دي او دا یې ناتواني ده، چې ټاکنې نه کوي او په تمه دي چې حکومت اوم کس ورته معرفي کړي او هغه هم باید رییس یې وي.»

ولسمشر کابو یوه نیمه میاشت مخکې نجیب الله احمدزی د کمزوري مدیریت له امله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ریاسته لیرې کړ، په ټاکنو څارونکي بنسټونه د دغه کمېسیون د یوه غړي کمښت د چنګاښ د شپاړسمې ټاکنو په وړاندې یوه ننګونه بولي.

شریک یي کړئ