د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي تر هغه مهاله چې ولسمشر د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه فرمان ولسي جرګې ته ونه رسېږي، دغه بهیر غیرقانوني دی.
ولسمشر غني دوې اوونۍ مخکې د برېښنايي پېژند پاڼو د ازمایښتي وېش د پيلېدو فرمان صادر کړ چې په هغې کې د فرمان له صادرېدو ۹۰ ورځې وروسته د دې بهیر د پيلېدو حکم شوی دی.
خو اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي تراوسه دا فرمان پارلمان ته د څېړلو لپاره نه دی رسېدلی.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست په دې اړه وویل:«دغه فرمان باید ولسي جرګې ته راشي او د اساسي قانون د ۷۹ مادې پر اساس، موږ ووینو چې د تقنیني فرمان د صادرېدو لپاره شرایط وو که نه. کهچېرې نه وو باید رد شي او کهچېرې وي،باید وڅېړل شي چې ایا دغه فرمان د ملي ګټو پر بنسټ دی که د قومي، ژبني، شخصيو قبیلهيي، سیمهییز او داسې نور.»
د ولسي جرګې بل غړي فاروق مجروح هم څرګنده کړه:« د دغه قانون مسوده باید، بېرته ولسي جرګې ته راشي او د پارلمان مصوبه ځان ته واخلي. تر هغه چې د افغانستان د پارلمان مصوبه له ځان سره و نه لري،له حقوقي پلوه، د اعتبار وړ نه دی.»
په دې اړه د حکومت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت نظر ترلاسه نهشو، خو له دې مخکې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ادارې ویلي د دغې ادارې د نویو کارکوونکو له ګمارلو او د ازمایښتي پړاو له تېرولو وروسته د دغو تذکرو د وېش لپاره چمتووالی بشپړېږي. اخوا د مخابراتو وزارت هم د دغه بهیر د تخنیکي اړتیاوو د تیاري خبر ورکوي.
په دې اړه مو اندونه