د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن(دوشنبې د کب۹مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې پاکستاني پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر ختیځ ولایت کونړ راکټي بریدونه پیل کړي دي.
دې وزارت همدازار زیاته کړې ده چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان یوه چورلکه هم د الوتنې له اړه هم راپور ورکړل شوی.
خبرپاڼه وړاندې وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غبرګون او اعتراض وړاندې کولو په موخه کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.
د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي دي:"د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ د پاکستاني پوځ راکټي بریدونو له امله څو کورونه وران شوي او څلورو ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پاکستان سفیر ورغواړي چې دې هېواد په دې وروستیو کې د سند په ایالت کې د ځانمرګي برید څخه وروسته پر پوله یو شمېر بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان وروستیو اقداماتو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړې او دې کار پاکستاني او افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.