Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د طالبانو او امریکا ناسته وځنډول شوه

طالبان وايي هغه ناسته چې ټاکل شوې وه اسلام آباد کې د دوی د ډلې غړي د امریکا متحده ایالاتو له استازي سره د دوشنبې په ورځ(د سلواغې په ۲۹مه نېټه) ترسره شي، ځنډول شوې ده.

دې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د مرکچي پلاوي د ډېرو غړو نومونه د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو په تور نوملړ کې دي، او له همدې کبله دوی نشي کولی چې سفر وکړي.

طالبان دا ادعاوي چې ګواکې د اسلام آباد ناسته د دوی لخوا ځنډول شوې ده.

طالبان وايي، ټاکل شوې دوشنبې په ورځ له امریکا متحده ایالاتو سره د دې ډلې د خبرو پنځم پړاو ترسره شي. یو شمېر سرچينو ویلو وو چې د طالب استازي به د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان سره هم وګوري.

دا ناسته په داسې حال کې ځنډول کېږي چې د افغانستان حکومت پاکستان ته د طالبانو له سفره ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

د جمعې  ورځې پر ماښام افغان حکومت د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا ته یو لیک ولیږه او په دې لیک کې یې اسلام آباد ته د طالبانو د استازو له سفره شکایت کړی دی.

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي دي چې دا لیدنه د افغان حکومت له همغږۍ پرته پلان شوې ده او پاکستان ته د بلل شویو طالب استازو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.

 او دا سفر په واقیعت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نولسو اته اتیا یم کال د کميټې د پریکړه لیک څرګند نقض دی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي وايي د پاکستان له لومړي وزیر سره د طالب استازو لیدنه د افغانستان د ملي حاکمیت او د ملګروملتونو امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک نقض دی او دا کار د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مانان دی.

ښاغلی احمدي وايي پاکستان د افغانستان له حکومت سره د طالبان استازو د لیدنې په اړه هېڅ همغږي نه ده کړې او افغان حکومت به دا موضوع له هرې لارې تعقیب کړي:«هو موږ ملګروملتونو ته پاکستان ته د طالبان د پلاوي سفر او همداراز د دې هېواد لوړپوړي مقام سره د لیدنې په موخه شکایت کړی دی. د طالبانو مرکچي پلاوی د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دی او د سفر حق نلري.»

د افغانستان حکومت دوه اوونۍ مخکې هم مسکو ته د طالبانو د استازو د سفر په تړاو شکایت کړی وو.

دا ناسته په داسې حال کې ځنډول کېږي چې د افغانستان حکومت پاکستان ته د طالبانو له سفره ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی

شریک یي کړئ