د بدخشان پولیس په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د اته تنو پلورونکو له نیولو خبر ورکوي. د بدخشان امنیه قومندان وايي چې دغو کسانو نشهيي توکي یې په پټه توګه پر روږدو کسانو پلورل چې له میاشتو پلټنو څخه وروسته ونیول شول.
د بدخشان د امنیه قومندان مرستیال سیدنورالله په دې اړه وویل:«موږ دغو پوړۍ پلورونکو ته خبرداری ورکوو چې له دې وروسته په جدي توګه تعقیبېږئ. هغه کسان چې په داسې کار لاس پورې کوي، د پولیسو له خوا نیول کېږي.»
دا توکي څلور ډوله کارول کېږي، څکول کېږي، د پوزې له لارې کارول کېږي، خوړل کېږي او یا هم د سیرم او پیچکارۍ له لارې ترزیق کېږي.
په بدخشان ولایت کې سره له دې چې ګڼ ځوانان پر نشو روږدي دي؛ خو ډېری دا ځوانان د ښيښې په نوم توکو ته چې بیه یې د نورو نشهيي توکو په پرتله ټيټه ده، مخه کوي.
اخوا د بدخشان پولس په دغه ولایت کې د ښیښې په نوم د دغو توکو د اتو پلورونکو د نیولو خبر ورکوي.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال نثاراحمد جهانګیر په دې اړه وویل:«موږ د نشهيي توکو د پوړۍ اته تنه پلورونکي چې روږدو کسانو ته یې په پټه نشهيي توکي پلورل، نیولي دي او د دغو کسانو دوسیې څارنوالۍ ته استول شوي ترڅو تر عدلي او قضايي څېړنې لاندې راشي.»
اخوا د بدخشان یو شمېر دیني عالمان او د ولایتي شورا غړي که څه هم د دغو پلورونکو د نیولو ستاینه کوي خو ټینګار کوي چې د دغو توکو پلورونکو په بدخشان کې، د غلاوو او جنایي جرمونو د ډېرېو زمینه برابره کړې ده.
د بدخشان د علماوو د شورا رییس سعدالله ابو امان څرګنده کړه:«موږ په دغه ولایت کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو له زیاتوالي اندېښمن یوو او دولتي ځواکونه باید د دغې ښکارندې مخه ونیسي او موږ له خلکو غواړو چې له دغې ښکارندې سره په جدي توګه مبارزه وکړي.»
د بدخشان د ولایتي شورا غړی جاوېد مجدیدي هم وايي:«موږ له عدلي او قضايي بنسټونو څخه غواړو چې پر نشې د روږدو کسانو د زیاتوالي او د هغو کسانو د نیولو لپاره چې نشهيي توکي پلوري او د پولیسو له خوا نیول شوي، پر هغوی قانون پلی کړي.»
پر دې سربېره چې ښیښه نومو نشهیې توکو د بدخشان د ځوانانو لپاره سرخوږۍ جوړ کړی یو شمېر ځوانانو د «تابلیت که» او شرابو په څېر د نورو نشهیې توکو کارول ته هم مخه کړې ده چې دا په دغو ځوانانو له روغتیايي او اقتصادي پلوه لوی ګوزار دی.
په دې اړه مو اندونه