د خوست ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د بيبيسي خبریال احمدشاه وژونکو له نیول کېدو خبر ورکوي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې له دې سره جوخت، د یعقوبانو پر جومات د برید طرحه کوونکي هم نیول شوي دي.
ښاغلي حبیبي کهڅه هم وايي چې له دغو کسانو پلټنې روانې دي، خو په دې اړه ډېر جزییات نه وړاندې کوي.
د بيبيسي پښتو برخې خبریال احمدشاه، تېره اوونۍ د خوست په ښار کې په ډزو سره ووژل شو.