Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په زابل کې د ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل

په زابل کې سیمه‎ييز خبریالان لعل جان افغان،قدرت او نجیب پښتون هغه درې خبریالان وو چې د امنیتي ځواکونو د رپوټ په چمتو کولو بوخت وو، د جمعې له غرمې څخه وروسته د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ موټر یې له یوه ماین سره برابر شو چې په پایله کې یې درې واړه ټپيان شول.

لعل جان افغان،قدرت او نجیب پښتون د رڼا پروډکشن او زابل ټایمز خبریالان دي.

ښاغلي افغان د رڼا پروډکشن خبریال او د زابل ټایمز مسؤول وویل چې د امنیتي ځواکونو د دوه رنجر موټر سره د یوه ښوونځي د لیدو ته د تلو په حالت کې وو او د امنیتي ځواکونو موټر له هغوی څخه مخکې روان وه خو د خبریالانو موټر پر ځای پر ځای شوی ماین برابر شو.

د شهرصفا ولسوال عبدالصمد درانی او په زابل کې امنیتي ځواکونه د دغې پېښې پخلی کوي چې هغوی ټپي خبریالان روغتون ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د زابل په قلات ښار کې ناپېژانده وسله‎والو یو خبریال په ډزو سره وواژه.

چارواکو زیاته کړه چې دغه خبریال یعقوب شرافت نومېده او د ملي راډیو ټلوېزیون لپاره یې کار کاوه.

په زابل ولایت کې د خبریالانو لېږدونکی موټر په یوه ماین برابر شو چې په پایله کې یې درې سیمه‎ييز خبریالان ټپيان شول.

Thumbnail

په زابل کې سیمه‎ييز خبریالان لعل جان افغان،قدرت او نجیب پښتون هغه درې خبریالان وو چې د امنیتي ځواکونو د رپوټ په چمتو کولو بوخت وو، د جمعې له غرمې څخه وروسته د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ موټر یې له یوه ماین سره برابر شو چې په پایله کې یې درې واړه ټپيان شول.

لعل جان افغان،قدرت او نجیب پښتون د رڼا پروډکشن او زابل ټایمز خبریالان دي.

ښاغلي افغان د رڼا پروډکشن خبریال او د زابل ټایمز مسؤول وویل چې د امنیتي ځواکونو د دوه رنجر موټر سره د یوه ښوونځي د لیدو ته د تلو په حالت کې وو او د امنیتي ځواکونو موټر له هغوی څخه مخکې روان وه خو د خبریالانو موټر پر ځای پر ځای شوی ماین برابر شو.

د شهرصفا ولسوال عبدالصمد درانی او په زابل کې امنیتي ځواکونه د دغې پېښې پخلی کوي چې هغوی ټپي خبریالان روغتون ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د زابل په قلات ښار کې ناپېژانده وسله‎والو یو خبریال په ډزو سره وواژه.

چارواکو زیاته کړه چې دغه خبریال یعقوب شرافت نومېده او د ملي راډیو ټلوېزیون لپاره یې کار کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه