د زابل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سړک غاړي ماین چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي وژل شي او دوه نور ټپیان دي.
دا چارواکي زیاتوي چې پېښه تېره ورځ یکشنبې(لیندۍ۲۱مه) د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو بایسکل د سرک غاړي خښ شوي ماین سره ولګېد.
د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي خو د حالت په اړه یې مالومات نه دي ورکړی شوي.
د طالبانو په ګډون کومې ډلې د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
ویل کېږي چې د دولت وسلهوال مخالفین د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه د سرک غاړي ماینونه خښوي، خو تر ډېره یې قربانیان ملکي کسان وي.