په کندهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ(د غوايي په ۱۵ مه) د سیپنبولدک په پوله کې د افغانستان او پاکستان د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی طلوع نیوز ته وايي چې د جمعې د سهار ۴ بجې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته را واوښتل.
د هغه په وینا، په دغې نښته کې د پاکستاني ځواکونو دوه زغرګاډي هم لهمنځه تللي دي.
ښاغلي دارني همدارنګه وویل نښته له څو ساعتونو وروسته هغه مهال ودرل شوه چې دواړو خواوو اوربند اعلان کړ.
په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق طلوعنیوز ته وویل چې په دغې نښته کې څلور افغان پوځيان شهید او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه وویل چې په دغې نښته کې ۲۳ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
خو پاکستاني چارواکي وايي چې افغان پولهساتو ځواکونو له کوم لامل څخه پرته د چمن په سیمه کې په پوله ساتو ځواکونو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۷ تنه نور د درې ماشومانو په ګډون ټپيان شوي دي.
پاکستاني چارواکي همدارنګه وايي چې په دغې نښته کې د دغه هېواد ۷ پوځيان وژل شوي او ۲۷ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
پاکستاني پوځیانو له دې وړاندې هم په ځلونو له افغان پولهساتو ځواکونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې ښکېل شوي دي.تېر کال د تورخم په پوله کې د دغو دواړو هېوادونو د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې څه باندې ۲۰ پوځيان وژل او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده د پاکستان د استخباراتي(ای اس ای)سازمان رییس جنرال نوید مختار نن سېشنبې(د غوايي په ۱۲ مه)کابل ته راغی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوندو مسایلو یې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
کهڅه هم په کابل او اسلام اباد کې د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي شوي،خو په دې وروستیو کې د پاکستان د پارلمان رییس سردار صاد ایاز، د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه والي لپاره هڅه او همدارنګه په سیاسي او نظامي برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو زیاتوالی د دغه سفر موخې بولي.