د هېواد په ختیځ کې امنیتي چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې ۱۷ اورپکي وژل شوي دي.
د هېواد په خیتځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو، په هغې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۰ مه) رسنیو ته استولې، لیکي چې دغه بریدونه د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو په دغه ولایت کې د داعش ډلې پټنځایونه په نښه کړي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د بټي کوټ ولسوالۍ د امنیت د غوره تامین لپاره چې موده وړاندې پوځي عملیات پیل شوي وو، پای ته ورسېدل.