د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلانېدو وروسته دغه ولایت ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
د نورستان چارواکي وایي، یوازې په تېر شوي لوی اختر کې د سوېلي ولایتونو په ګډون د هېواد له ګوټ ګوت څخه لس زره سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي او هلته یې له تاریخي سیمو او ځنګلونو لیدنه کړې ده.
خو سیلانیان او د نورستان ولایتي شورا دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي او وایي، د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلان وروسته یاد ولایت ته د پام وړ کار نه دی شوی.
که څه هم نورستان ته په ورغلو لارو سفر کول له ستونزو ډک دی خو بیا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او دغه ښایسته ولایت د خلکو پام ځانته ور اړولی دی.
د هېواد لرې پرتو لایتونو کې له جګړو ستړي شوي دلته د آرامۍ ساه اخلي او خپل وخت په مېلو او ساعت تېریو تېروي.
ګرځندوی ولید غیرت په دې اړه وویل:«نورستان ته د تفریح او چکر لپاره راغلی یم، دا ځای ډېر ښایسته او ښیرازه دی. ښې اوبه لري. چکر خوندور دی.»
بل ګرځندوی میرویس هم وايي:«کله چې دلته راځم، یو ځانګړی طبیعت لريږ فکر نه کوم چې جګړه ده.»
د افغانستان دغه تاریخي او په طبیعي ښکلاګانو مالا مال سیل ځای که څه هم د سیل او سیاحت لپاره وړ او مناسبې سیمې لري خو په تېرو کلونو کې د دولت د نه پاملرنې له امله تر اوسه د ملي پارک له غوښتنو سره سم نه دی رغول شوی.
نورستان ته ورغلي سیلانیان او د دغه ولایت د خلکو استازي په چارواکو نیوکه کوي چې یاد ولایت کې یې د سیاحت او تورېزم لپاره اړین امکانات نه دي برابر کړي
دوی غوښتنه کوي چې نورستان کې د سیلانیانو لپاره د اوسېدو ځایونه او نور امکانات برابر کړي.
د کابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدي:«د ملي پارک په توګه د نورستان ځنګلونه له اعلان وروسته له لومړي ګام وروسته - دویم ګام نه دی پورته شوی. باید عملي کارونه ترسره شي چې نورستان د ملي پارک په توګه وده وکړي.»
د ولایتي شورا مشر سعیدالله نورستاني وايي:«کله چې نورستان ته راشئ، سړکونه وینئ او وضعیت وینئ چې هېڅ مناسب نه دی. مناسب بازار نه لري، رسټورانټونه او هوټل نشته.»
نورستان ته وروسته له هغې د خلکو پام ډېر شو چې د روان کال په پسرلي کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دغه ولایت د افغانستان د دریم ملي پارک په توګه اعلان کړ.