ولسمشر غني نن چهارشنبې(د کب په ۲۴ مه)په کابل کې د قضايي سیمینار په پای غونډه کې وویل چې اوسمهال قانون په هېواد کې حاکم نه دی او دغه کار هغه مهال پلي کېدای شي چې قانون د هېواد پر هر وګړي یو شان پلی شي.
هغه په هېواد کې د سولې د نه پلي کېدو یو لامل د قانون نه حاکمیت او همدارنګه د پياوړو او عادلو محکمو نهشتوالی بولي.
ولسمشر زیاته کړه:«یو له لاملونو څخه چې موږ سولې ته نه یوو رسېدلي دا دی چې باور نه درلود کهچېرې سبا ته ټوپک په ځمکه کېږدم چې د یوه کس په څېر به حقونه ولرم که نه؟ موږ هغه وخت کس کېدای شو او د نورو علایق څنډې ته کولای شو چې په خپل عدلي او قضايي نظام باور ولرو.»
ولسمشر په هېواد کې د قانون د حاکمیت په اړه داسې وايي:«د قانون فرهنګ لرو،خو د قانون د واکمنۍ فرهنګ کمزوری دی او د قانون د واکمنۍ فرهنګ هغه مهال پیاوړی کېدای شي چې د هېواد د سترې محکمې رییس ووايي چې دا کار دې ناقانونه دی او هغه ته درناوی وشي،دا د قانون واکمني ده،د قانون واکمني دا نه دی چې خپل چارواکي له قانون څخه لوړ ووینو او هر څوک فکر وکړي چې د ټوپک په زور سره کولای شي قانون تر پښو لاندې کړي.»
په دې لړ کې د سترې محکمې رییس په قضايي برخه کې د فساد شتون مني او له د دې ښکارندې په وړاندې په مبارزې ټینګار کوي.
د سترې محمکې رییس یوسف حلیم زیاته کړه:«موږ د فساد د لهمنځه وړلو لپاره خپلې ټولې هڅې په لاره اچولي دي او له فساد سره مبارزه کې،د مراقبت او کنټرول ادارې له خوا یو شمېر قاضیان، مأموران،محرران، کمېشن کاران، څارنوالان،مدافع وکیلان، او یو شمېر عادي کسان یې نیولي دی.»
د قضا په برخه کې د اصلاحاتو راوستل خلکو ته د ولسمشر له لومړیو ژمنو څخه وو، خو دا چاره د ملي یوالي حکومت له عمر نه د دوه کلونو په تېرېدو تر اوسه عملي شوې نه ده.
له دې ټولو سره سره ولسمشر وايي چې تر راتلونکو څلورو کلونو به په هېواد کې د قانون د حاکمیت شاهد وو او همداراز یوه پیاوړې او له فساده پاکه قضايي اداره به په میراث پرېږدي.