Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پولیسو کې د ښځو په ډېرې ونډې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ټینګار

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ملکي  لوړپوړی استازی وایي  په افغانستان کې د ښځيه پولیسو لپاره تل شرایط ستونزن وو، خو باید د کورنیو چارو په وزارت کې د ښځو ونډه زیاته شي.

کورنلېوس زمرمن چې نن په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وینا کوله، د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر څخه یې وپوښتل چې ولې په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو ونډه کمه ده او همدارنګه د ښځينه پولیسو د شرایطو د ښه‎والي لپاره څه پروګرامونه لري.

هغه په دې اړه وویل:«په افغانستان کې د ښځينه پولیسو لپاره شرایط تل ستونزمن وو. له یوې خوا اړ دي چې د خپلو کورنیو د مخالفتونو په وړاندې ودرېږي او له بلخوا، د خپلو نرینه همکارانو له خوا تبعیض زغمي.»

له بلخوا په کابل کې د کاناډا سفیر فرانسوا ریوسټ هم له افغان حکومته غواړي ترڅو د ښځینه پولیسو خوندیتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

فرانسوا ریوسټ زیاته کړه:«کله چې موږ د ښځینه پولیسو لپاره د ملي یووالي حکومت له خوا د فرصتونو د برابرولو هڅې وینو، هیله من کېږو. د هغوی د حقونو امنیت او خوندیتوب باید ښه‎ شي، په ځانګړې توګه د هغوی د ګمارنې او روزنې په برخه کې.»

له بلخوا د کورینو چارو وزیر ویس احمد برمک مني چې د کورنیو چارو په وزارت کې د ښځو لپاره ډېری پُستونه ننداریز دي.

ښاغلي برمک څرګنده کړه:«موږ غواړو چې ښځې په پولیسو کې په ټوله مانا ونډه ولري. په دې مانا چې د هغوی کار او ونډه باید مشخصه وي. هر څه مانا داره وي، نه ننداریز! ځکه اوس مې چې هغه مېرمنې په وزارت کې ولیدلې ټولې شکایت لري.»

دم‎ګړۍ، کابو ۳ زره ښځې د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي، یعنې د پولیسو د ټولو ځواکونو دوه سلنه. د کورنیو چارو وزارت غواړي چې په لنډه موده کې دغه شمېر دوه برابره کړي.

شریک یي کړئ