د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست، کارکوونکو، د طالبانو یو غړی قاري محمد صادق چې هوډ یې درلود په کندز ښار کې یو ترهګریز برید ترسره کړي، نیولی دی.
د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې دغه ریاست رسنیو ته استولې، نیول شوی کس، اعتراف کړی چې د طالب ډلې د مشرانو په حکم یې په کندز ښار کې ترهګریز برید ترسره کاوه.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:«نوموړي هوډ درلود چې له یوه جوړ شوي ماین او د ځانمرګي برید له ځينو چاودېدونکو توکو سره د کندز ښار په یوې له مخکې تعیین شوې سیمې برید وکړي.»
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو د دغه غړي د نیولو د عملیاتو په لړ کې یو اندازه چاودېدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.