د کابل پولیس په یوولسمه امنیتي حوزه کې د تېرې شپې(یکشنبې د سلواغې۲۸مه نېټه) چاودنه کې د یوه کس وژل کېدل تاییدوي.
دوی وايي جاودنه تېره شپه کابو اته بجې د کابل یوولسمې ناحیې په پنجشېر واټه سیمه کې په یوه موټر کې مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
د پولیسو ویاند، بصیر مجاهد څرګندوي چې ماین د موتر چلوونکي تر څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی وو.
دی زیاتوي چې په پېښه کې د حسیب سادات درملتون څښتن نصرت چې په توفان مشهور وو وژل شوی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.