د غزني امنیه قومندان فرید مشعل نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۱۷ مه) وویل چې طالبانو د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې دغه بریدونه شنډ او په شا وتمبول شول.
هغه زیاته کړه چې دغه بریدونه تېره ورځ د قرهباغ، اندړو، ګیلان، خواجه عمري او مقر ولسوالیو کې په لاره اچول شوي وو، خو د دغو بریدونو مخه ونیول شوه.
ښاغلی مشعل وايي چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۹ تنه طالب اورپکي وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې د ملي پولیسو یو سرتېری هم وژل شوی او تنه تنه یې ټپیان شوي دي.
هغه په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل، اخوا طالبانو هم په دې اړه د غزني د پولیسو د ادعاګانو په اړه څه نه دي ویلي.