یو شمېر وسلهوالو نن کابو درې بجې( د غويي۳۰مه) د پکتیا مرکز، ګردیز ښار کې پر نوي کابل بانک برید وکړ.
د پکتیا امنیه قومندان، توریالي عبدیاني وايي، برید هغهمهال پیل شو چې یوه بریدکوونکي په ځان پورې چاودېدونکو ته چاودنه ورکړې او نورو بریدکوونکو ته یې د بانک ودانۍ ته د ننوتو زمینه برابره کړي.
دی زیاتوي چې بریدکوونکي پر سپکو او درنو وسلو سمبال دي چې له پولیسو سره په نښته بوخت دي.
په همدې حال کې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئيس وايي چې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د پيښې شاهدان وايي چې د بانک په ودانۍ کې لا هم د ډزو غږ اورېدل کېږي.