Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۸۰ تنه وژل شوي

په دوو وروستیو میاشتو کې په کابل کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۸۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دغې موده کې داعش ډلې په کابل کې درې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي؛ د هغوی لومړی برید د لړم په ۲۵ مه په قصر نوین هوټل کې د جمعیت اسلامي پر پلویانو وو، چې لس ملکیان ووژل شول او څه باندې ۲۰ نور ټپيان شول.

د داعش ډلې دویم برید د جدي په اومه د کابل په لوېدیځ کې د تبیان په فرهنګي مرکز وه چې د ۵۳ ملکیانو ژوند یې واخیست او کابو ۹۰ تنه یې ټپيان کړل.

او له دې یوه اوونۍ وروسته اوس د دغې پېښې د قربانیانو چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې وې د ویر مراسم ترسره کېږي.

د داعش ډلې درېیم برید تېره شپه د کابل ښار په بنايي سیمه کې وه چې د ځينو سرچینو پر وینا د ۲۰ تنو ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.

له دې ټولو سره، د داشان بریدونو د مخنیوي لپاره په کابل کې د کشفي او استخباراتي بنسټونو کې د مدیریت کمزورتیا تل له نیوکې سره مخ شوې ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کې خراب امنیتي وضعیت مني خو وايي د ترهګریزو بریدونو د مخنيوي لپاره دا بنسټ هڅه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«په دې وروستیو کې د دښمن تمرکز پر کلتوري، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو دی، امنیتي بنسټونه به هم خپل پروګرامونه تطبیق کړي.»

خو په دې کړکېچن وضعیت کې د ډېریو مرګونو بریدونو قربانیان ولسي وګړي دي، د ترهګرو ډلو د کړنو او د اسلامي مذهبونو په منځ کې د انسجام په برخه کې د خلکو د پوهاوي لپاره د دین د عالمانو ونډه مهمه بلل شوې ده.

د دین عالم فاضل حسیني په دې اړه زیاته کړه:«د اسلام په هېڅ ځای کې د بې ګناه خلکو وژل ځای نه‎لري.»

د دین یو بل عالم سید هاشمي هم څرګنده کړه:«د دین ډېری عالمان لکه څرنګه چې دنده لري او لازمه ده د خپلو دندو په ترسره کولو کې عمل نه دی کړی.»

د پوځي چارو ځينې کارپوهان هم وايي که‎چېرې کشفي او امنیتي بنسټونه فعال نه وي او ځان ته ټکان ور نه کړي، وضعیت به له دې لاپسې خراب شي.

پخوانی پوځي اسدالله ندیم په دې اړه وايي:«کمزورتیا په مدیریت او مشرتابه کې ده هغه کسان چې د افغانستان د استخباراتو په مشرتابه کې دي د هېواد ګټو ته ژمن نه دي او ګوندي اړیکې لري.»

داعش ډلې نه یوازې په پلازمېنېو بلکې د ننګرهار او هرات په ولایتونو کې هم مرګوني بریدونه کړي دي.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ، دغې ډلې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې، په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې څه باندې ۱۵ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

د شمېرو پر بنسټ په دوو وروستیو میاشتو کې په کابل کې د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۸۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ