په پهلوان وکیل مشهور وکیل حسین الله داد، د هغو ۶۵ تنو له ډلو څخه وه چې د یکشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د پېژندپاڼو د وېش په یوه مرکز د ځانمرګي برید په پایله کې وژل شو.
له هغه څخه دوه لوڼې او دوه واړه زامن پاتې دي.
۹ کلنه سمیرا د پهلوان وکیل مشره لور ده، هغه وايي چې د پلار مرګ یې پر هغې ډېره اغېزه کړې ده او او هغه یې د راتلونکې په اړه نهیلې کړې ده.
سمیرا چې د څلورم ټولکي زده کوونکې ده وايي که حکومتي مشران امنیت ټینګ نهکړي نوموړې، د هغې خور او دوه ورونه یې نهشي کولای خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
هغه وايي:«موږ غواړو چې په هېواد کې سوله راشي ترڅو موږ وکړای شو درس ولولو او له خپلې کورنۍ سره په ارامه ژوند وکړو.»
د پهلوان وکیل کورنۍ او خپلوانو یې د جمعې په ورځ د هغه لپاره د قران د ختم مراسم ترسره کړل.
د وکیل یو له ملګرو شیرحسین وايي:«په هر ځانمرګي برید کې چې زموږ خلک به قرباني کېدل پهلوان وکیل به سیمې ته د قربانیانو او ټپيان د مرستې لپاره ته؛ د هغه شاهد ټول دي او وکیل له فعالو کسانو څخه وه.»
د وکیل پهلوان خپلوان وايي دوی په هیواد کې له نا امنیو په تنګ شوي دي.
د پهلوان وکیل د کاکا لمسی ذکریا په دې اړه څرګنده کړه:«له ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبداله څخه غواړو چې د وینې تویول بس دي؛ تر کله به زموږ ماشومان په وینو لیت پیت وي.»
د پهلوان وکیل ورور احمد حسین په ډاګه کړه:«له سپورټ سره یې ډېره مینه وه او پهلواني یې غوره کړه دوه کاله یې په بدني روزنه کې لوست وکړ او د دپيلوم له ترلاسه کولو وروسته ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو ته مخه کړه.»
څلور دیرش کلن پهلوان وکیل د سپورټ ترڅنګ پر نورو چارو هم بوخت وه او د ملګرو په وینا یې ښې ټولنیزې اړیکې یې لرلې.