Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د یوه پلار عدالت غوښتنه؛ د زوی برخلیک مې دې معلوم شي

کندهار کې یو پلار ادعا کوي چې د خپلو درې زامنو او یوه ورور سره کابو اته میاشتې د سړي تښتونکو په بند کې وو او تر خوشې کېدو وروسته څلورنیم کاله کېږي چې د سید ابراهیم په نامه د یوه زوی د برخلیک په تړاو معلومات نه لري.

دغه کورنۍ د قضیې د عاملینو د معلومولو په اړه يې د ارګ، لویې څارنوالۍ او ډېرې نورې دروازې ټکولي دي، خو تر اوسه يې د هغوی له لوري قناعت ورکوونکی ځواب نه دی تر لاسه کړی.

دوی وايي انسان تښتونکو ته يې د راخوشې کېدو په بدل کې ۴۰ لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړې دي.

د سید ابراهیم کورنۍ ادعا کوي چې د انسان تښتونکو سره ځینو پوځیانو هم مرسته کوله او دوی یې په زندان کې شکنجه کړې دي.
 
د سید ابراهیم ورور، سید اسماعیل وايي:«هغه ځای کې چې موږ ته یې شکنجې راکولې، هغه هم وو، هغو کسانو چې موږ یې شکنجه کولو، د پولیسو جام یې اغوستې وي، یوه موده به یوه زیرخانه کې وو، بیا به یې بلې ته لېږدولو. کله چې خوشې شوو بیا مو عرض وکړ، خو چا مو غږ نه دی اورېدلی.»

د سید ابراهیم پلار، سید امین اغا وايي د عدالت ترلاسه کولو لپاره یې ډېرې دروازې ټکولي، خو پایله یې نه درلود:«‎پلاوی پلورل شوی دی، پلاوي ته یې ویلي دي چې مرګ غواړي؟ پلاوي هم مرسته نه ده کړې، او څارنوالي هم مرسته نه ده کړې. یو کال بندي وم او څلور کاله کېږي چې کابل ته ځم راځم.»

له سید ابراهیم څخه درې مېرمنې او ۱۳ تنه اولادونه پاتې دي، خو د څلورو کلنو په تېرېدو سره يې لاهم مور راتګ ته سترګې په لار ده، د سید ابراهیم مور د خپل زوی برخلیک څرګندول غواړي.

د سید ابراهیم مور، بي بي ګل وايي:«له اشرف غني نه غواړو همدغه کس(سید ابراهیم) که ژوندی هم وي موږ ته دې څرک ولګوي او که مړ هم وي. مړی هم داسې نه ورکېږي، لکه دا چې ورک شو.»

د کندهار ولایتي شورا د یادې قضيې په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي، چې د سید ابراهیم د کورنۍ قضیه وڅېړي.

د کندهار ولایتي شورا غړی، نعمت الله شېردلي څرګندوي:«‎پېښه شوې، هغه وخت موضوع مرکزي حکومت ته تللې وه، د خلکو غوښتنه وه چې دې موضوع ته رسېدنه وشي، خو تر اوسه پورې فکر کوم چې هغه کس نه دی پیدا شوی. زموږ غوښتنه هم دا ده چې له دوی سره مرسته وشي.»

د سید ابراهیم کورنی وايي د لویې څارنوالۍ له لوري څو ځله د یادې قضيې د څېړنې په موخه ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، خو تر دې مهاله نه دي توانېدلي چې تورن کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادي قضي په اړه مو هڅه وکړه ، تر څو د کندهار د سیمه‎ییزو چارواکو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

شریک یي کړئ