Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت د غزني په برید کې پاکستان ښکېل بولي

د کورنیو چارو وزارت پاکستان تورنوي چې پر غزني ښار د طالبانو برید کې له دې ډلې سره یې د دې هېواد پوځیانو مرسته کړې او آسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

امنیتي چارواکي په دې باور دي چې پر غزني بریدګر طالبان له شپږو میاشتو مخکې له ګاونډیو ولایتونو د راتګ چمتوالی پیل کړی و او له دې لارې یې په غزني کې خپل حضور ډیر کړی وو.

د دې وزارت چارواکي وايي چې د غزني په جګړه کې په وژل شویو طالبانو کې بهرني وګړي هم وو.

د یاد وزارت وزارت ویاند، نجیب دانش وايي:«د دغه پلان او پروګرام تر شاه د پاکستان او د پاکستاني پوځيانو لاس لرل څرګند دي، روښانه ده چې دوی هغوی ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

په همدې حال کې هغه انځور چې په غزني کې یوه امنیتي ناسته په تېرو میاشتو کې د طالبانو تر توغندويي برید لاندې راغلې ترلاسه شوي دي.

دغه ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په اولسمه د یو شمېر دولتي لوړپوړو چارواکو او د ملي دفاع د وزیر په ګډون جوړه شوې وه.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په دې اړه وايي:«د افغانستان دښمنانو دا پلان او پروګرام درلود چې سږکال په جنګي فصل کې د هېواد په ختیځ، سوېل او سوېل لوېدیځ کې ، ځينې ولسوالۍ او حتا ولایتونه وپرځوي.»

له دې ناستې مخکې هم غزني ولایت ته دولتي چارواکو سفرونه کړي او هر ځل دغو چاوراکو د غزني پر ښار او ولسوالیو د طالبانو د هر راز بریدونو د شا تمبولو خبره کړې وه. هغه څه چې لا هم د غزني والي پر دغو خبرو ټینګار کوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي څرګنده کړه:«تاسو ته هم ژمنه درکوم که‎چېرې وکړای شو وضعیت به بدل کړو او که‎چېرې و مو نه شوای کړی، له تور مخۍ سره له تاسو څخه نه ځم، بلکې له سپین مخۍ او د خپلو ژمنو له عملي کولو سره به له تاسو ولاړ شم.»

په یوې بله غونډه کې چې د تېر کال د لیندۍ په نهمه په غزني کې جوړه شوې وه، د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان نظام الدین خنجر ویلي وو:«ډاډ درکوم چې تور زړه او بزدله دښمن، د هېواد په ځانګړې توګه د غزني په وړاندې هېڅ ډول کړنه نه شي کولای او نه به یې وکړای شي.»

نېږدې درې اوونۍ مخکې پر غزني ښار د طالبانو له برید وروسته لاهم د دې ښار یو شمېر سیمې د جګړې نښې نښانې لري، او  خلک په ځانګړې توګه هټۍ‎وال نه دي توانېدلي ترڅو خپل پخواني حالت ته ستانه شي.

هټۍ‎وال عبدالفغار په دې اړه وویل:«له څلور ورځینۍ جګړې وروسته، کله چې ټول ځایونه وسوځېدل او ټول ځایونه له منځه ولاړل، له هغې وروسته دولت حاضر شو.»

په غزني کې د یوه سوداګریز بازار څېښتن فرید احمد هم وايي:«یو پوړ پنځه اویا هټۍ لري او دویم پوړ هم پنځه اویا، په درې پوړونو کې کابو دوه سوه او پنځه ویشت هټۍ سوځېدلې دي.»

په دې کې امنیتي ادارې پر غزني د طالبانو برید د وړاندینې نه بولي او د خپلو موندنو په اړه خبر ورکوي چې له ارزونو وروسته یې د دې پېښې د څرنګوالي په موخه لاسته راوړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش څرګنده کړه:«په غزني کې واقعاً، د استخباراتي مالومانو د کمزورتیا عواملو شتون درلود.»

یاده دې وي، درې اوونۍ مخکې غزني ښار کې جګړې وشوې چې ان یو شمېر سیمې د طالبانو لاسته ورغلې خو له څو ورځو وروسته طالبان له دې سیمو وشړل شول.

امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو پر غزني د برید په موخه کابو شپږ میاشتې مخکې خپل راتګ پیل کړی وو د برید په موخه سره راټول شوي وو.

شریک یي کړئ