Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: پر حسیب د درې وژنو تور پورې دی او وبه نیول شي

د پولیسو ځانګړو ځواکونو، د جمعې پر شپه د «حسیب قوای مرکز» په نامه د یوه شخص د نیولو لپاره د پنجشېر ولایت په یوه کلي پوځي عملیات ترسره کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې حسیب نومی تښتېدلی خو یو تن همکاری یې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي وايي چې حسیب د یوه پولیس، د ښاروالۍ د یوه کارکوونکي او د یوې ښځې په وژلو او زور ویلو ترون دی او هغه به ونیول شي.

هغه زیاته کړه:«بالاخره امنیتي ځواکونو په دې اړه پوځي عملیات په هغې سیمه کې ترسره کړل چې په خپله ده حضور درلود، خو له بده مرغه هغه په تېښته بریالی شو؛ خو د هغه د بانډ (ډلې) یو تن د امینتي ځواکونو له خوا له یو میل توپانچې، یو میل کلاشینکوف او ځينو هغو پلېټونو سره چې د غلا شویو موټرو دي له هغه څخه ترلاسه شوي دي.»

د پنجشېر د ولایتي شورا ريیس وايي، د دې ولایت د دروازې ساتونکو د څه وخت لپاره ځانګړو پولیسو ته د دننه کېدو اجازه ور نه کړه. سرچینې وايي، هغه مهال چې تورن کس د ځانګړو ځواکونو له ورتګ خبر شو، له ځواکونو سره یې د نښتې لپاره تابیا ونیوله.

د پنجشېر د ولایتي شورا ريیس عظم الدین میرزايي په دې اړه څرګنده کړه:«دولت کولای شول چې په کابل کې یې عملیات کړي وای او حسیب نومی یې هلته نیولی وای، که‎چېرې ټاکل شوې وه چې په پنجشېر کې عملیات وشي باید امنیتي بنسټونه په جریان کې پرېښودل شوي وای. موږ او تاسو ته مالومه ده چې پنجشېر ولایت یو له امنو ولایتونو څخه دی، موږ باید داسې کار ونه کړو چې د امنو ولایتونو په ځانګړې توګه د پنجشېر ولایت ریکارډ مات کړو - دا کار ډېره ستره تېروتنه وه؛ د پنجشېر خلک او زه چې د خلکو استازی یم هېڅکله له مجرمه دفاع نه ده کړې او نه به یې وکړو.»

حسیب چې د حسیب قوای مرکز په نوم مشهور دی، په یوه تصویري پیغام کې وايي، د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یې درې ساعته نښته کړې او ځان بې‌ګناه بولي.

په همدې حال کې د ملي شورا ځينې غړي وايي چې له مجرمانو سره باید مدارا ونه شي.

د مشرانو جرګې غړی غیرت بهیر په دې اړه وايي:«هغه کسان چې ناقانونه وسله‎وال دي، باید مخه یې ونیول شي.»

د ولسي جرګې پخوانی غړی عرفان الله عرفان هم څرګندوي:«موږ له حکومته غواړو چې د هر جنایت په وړاندې چې هر څوک وي او په هر مقام کې چې وي او د خلکو په وړاندې په جنایت لاس پورې کوي هغه باید ونیسي.»

هېوادوال هم د دې عملیاتو پر وړاندې غبرګون ښيي.

کابل مېشتی نقیب الله په ډاګه کوي:«کله چې دوه غله نه شي نیولای، دا نو ډېر د شرم ځای دی چې وايي موږ طالب نیسو او یا هم طالب له منځه وړو.»

کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر سرچیني وايي، دا عملیات د پنجشېر له امنیه قوماندانۍ سره په همغږۍ شوي، اوس ورته امر شوی چې په څو جرمونو تورن حسیب هر څه ژر ونیسي.

نصرت رحیمي وايي چې حسیب د یوه پولیس، د ښاروالۍ د یوه کارکوونکي او د یوې ښځې په وژلو او زور ویلو ترون دی او هغه به ونیول شي.

شریک یي کړئ