افغان حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې پلي کېدل باید د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د اندېښنې لامل شي.
د اجرايیه رییس ویاند په دې باور دی چې له هر بل هېواد څخه پاکستان د دغې تګلارې په اړه اندېښنه لري کهچېرې اسلام اباد له دې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له کابل سره مرسته ونه کړي، داسې اقدام په لاره کې دي چې د پاکستان لپاره به د اندېښمنوونکي وي.
له دې سره چې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکې نوې تګلاره په تړاو مخالف او موافق لیدلوري شته، خو د افغانستان حکومت هیله لري، چې ټول هېوادونه دې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له دریځ او دې تګلارې نه ملاتړ وکړي.
د افغانستان حکومت باور لري، چې تر نورو هېوادونو پاکستان، د دې تګلارې په اړه اندېښنه لري.
د اجرائیه رییس ویاند مجیب رحیمي په دې اړه وویل:«پاکستانیان باید له دغه موکې څخه په ګټنې د افغانستان او امریکې له حکومت سره همکاري وکړي، له هغې څخه پرته نور اقدامات په لاره کې دي چې د پاکستان د اندېښنې لامل به شي.»
د امریکې نوې تګلاره یوه خبره دا ده، چې ترهګر او ځالې به یې په هر ځای کې چې وي، لهمنځه یووړلی شي. او دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هم مهال نه دی ټاکل شوی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک په دې اړه وویل:«هغه ډلې چې د کرښې هغې خوا ته دي، پاکستان باید د دغو ډلو په وړاندې عملي اقدامات وکړي.»
له دې ټولو سره داسې اندېښنه شته، چې د سیمې د هېوادونو ډار به، د افغانستان د جګړې کړکېچ پیچلی کړی خو له دغو هېوادونو څخه غوښتنه دا ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي.
د ارزګان د ولایتي شورا پخوانی رییس امان الله هوتکي څرګنده کړه:« پاکستان غواړي چې په افغانستان کې خپل یو لاس پوڅی حکومت ولري او هېڅکله نه راضي کېږي چې دلته تیګاو وي.»
بل لورې د افغانستان حکومت د امریکې نوې تګلاره نه یوازې د افغانستان د امنیت په ګټه بولي، بلکې د اقتصادي پرمختیا او ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې هم اغېزناکه بولي.
مجیب رحیمي زیاتوي:«نه یوازې دا چې تګلاره په امنیتي اړخ کې بلکې د اقتصاد په پراختیايي، ښېحکومتوالۍ، له اداري فساد سره مبارزې، او د سترو پراختیايي پروګرامونو لپاره ډېر اغېزه لري.»
افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکې د نوې تګلارې له اعلان څخه وروسته، د پاکستان لومړی وزیر ویلي چې دا تګلاره به مثبت اغېز ونه لري.