په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي )یوناما( له لخوا نن(یکشنبې د چنګاښ۲۴مه) خپور شوی راپور هېواد کې د ملګي مرګ ژوبلې بېمخینه زیاتوالی ښیې.
دغه راپور د ۲۰۱۸ لومړۍ شپږ میاشتې ښیې چې په ترڅ کې یې ۱۶۹۲ وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.
دا شمېرې له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ثبتولو پیل څخه تر ټولو لوړې دي. خو راپور وايي چې د ملکیانو ټپي کیدل پنځه سلنه راکم شوي.
راپور کې راغلي دي:«سره له دې چې د اختر لومړۍ درې ورځې د جون له ۱۵ - ۱۷ د دولت او طالبانو له خوا بې مخینې یو طرفه اوربند وشو، د ملکیانو تلفات تر ټولو زیات پاتې شول.»
د راپور له مخې هېواد کې ۵۰ سلنه مرګ ژوبله د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته کېږي چې د ملکي مرګ ژوبلې لوړوالي اصلي لامل دی.
ځنکنۍ جګړې، هدفي وژنې، هوايي عملیات، له بمونو او وسلو پاتې شوي توکي هم د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل دي.
د یوناما راپور ښيې چې د کابل، فاریاب، هلمند، ننګرهار او کندهار ولایت اوسېدونکي ډېر د زیان له ګواښ سره مخامخ دي.
راپور کې راغلي دي چې وسلهوالو جګړو له کبله په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۷ ښځو، ۳۶۳ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸۷ ښځې او ۹۹۲ ماشومان ټپيان شوې دي.
یوناما وايي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷۷ ملکي کسان د ټاکنو پر اړوندو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۴ نور ټپيان دي.
د راپور له مخې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت مخالف وسلهوالو د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې لامل دي. د ۲۰ سلنې اوښتې مرګ ژوبلې لامل د حکومت پلوه ځواکونه ښودل شوي دي.
یوناماپه دې راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي.