Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت له جدي ارادې هرکلی وکړ

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي د جمعې په ورځ  په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان په خپل وخت او نېټه د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ملي یووالي حکومت له ټینګې او استوارې ارادې څخه هرکلی کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سازمان له افغان حکومت سره  د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره به همکاري وکړي.

 یوناما د ټاکنو د ترسره کولو له مسؤولو بنسټونو څخه وغوښتل چې خپل کارونه په بې پرې توګه ترسره کړي ترڅو سیاسي اعتماد او اعتبار تر لاسه کړي.

د یوناما رییس تاداماچي یوماماتو،د پنجشنبې په ورځ له هغې غونډې وروسته چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ او د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله،د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو او د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د ټاکنو په اړه جوړه شوې وه،وویل چې یوناما خپله ټوله هڅه کوي ترڅو له حکومت سره د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل:«د یوه اعتبار لرونکي او رڼو ټاکنو ترسره کول د رامنځته کېدو په حال کې دي.یوناما خپله ټوله هڅه کوي ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوستو او د یوه رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وي مرسته وکړي.»

ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي چې ملي یووالی حکومت د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره ځواکمنه اراده لري.

شریک یي کړئ