Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونما : ۲۰۱۸ کال کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۳ تنه وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستالۍ دفتر یا یونماو په خپل نوي رپوټ کې چې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵ مه نېټه) خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په لړ کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۳ تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

دا رپوټ په ټول کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵ سلنه او د ۲۰۱۷ ز کال د وژل شویو د شمېر په پرتله ۱۱ سنله زیاتوالی ښيي.

یونما، د ملکیانو د مرګ ژوبلې «۶۲ سنله» د دولت مخالفو عناصرو، ۳۷ سلنه طالبانو، ۲۰ سلنه داعش او ۶ سلنه نامشخصو عناصرو ته نسبت ورکړی دی. 

د ویلو ده چې د ولسي وګړو ۲۴ سلنه مرګ ژوبله د دولت ملاتړ ځواکونو پورې نسبت ورکړل شوی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د دغې مرګ ژوبلې ۴ سلنه مسوول افغان امنیتي ځواکونو، ۶ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو او همدارنګه ۴ سلنه دولت پلوه وسله‎والو دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د دولت د مخالفو عناصرو لخوا ځانمرګي بریدونه، په ځانګړې توګه داعش او همدارنګه هوايي بریدونه د دولت پلوه ځواکونو لخوا پلټنه، د ولسی وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي تدامیچي یاماموتو په دغه رپوټ کې ویلي:«په افغانستان کې ملکي وګړو ته د اوښتي زیان په اړه د دې راپور موندنې په جدي ډول د اندېښنې وړ او په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي. ټول اړخونه باید ژر تر ژره جدي ګامونه پورته کړي څو زیات ملکي وکړي زیانمن نه‎شي او ژوند یې تري وانه خستل شي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل بشلټ په دې اړه وویل:«په افغانستان کې جګړه د ډېرو ملکي و ګړو د مرګ ژوبلې دوام لامل ګرځیدلې او زیات شمېر نورو کسانو ته یې فزیکي او روحي مصیبتونه ور پیښ کړي دي.»

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په دغه کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر لوړ او ټکان ورکوونکی دی.

رپوټ کې راغلي چې د ژوند بایللو سربېره، کړکېچن امنیتي وضعیت د ډېریو افغانانو د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي استفادې مخه نیولې ده او په زرګونه ماشومان د بریدونو په پایله کې ښوونځیو او طبي اسانتیاوو ته لاسرسۍ نه لري.

په دغه رپوټ کې د دولت ضد عناصر، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۶۹۸۰ موردونو وژلو او ۴۷۳۷ ټپیانو مسوول ویل شوی چې په دغې شمېر کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله درې سلنه زیاتیوالی ښيي. 

د نونما د تازه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په لړ کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۳ تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ