Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۳۰ زره پولیس له درې میاشتو راهیسې تنخواهګانې ترلاسه کړي نه دي

د کورنیو چارو وزارت د بودیجې او اقتصاد ریس ویلي مرستندویه هېوادونو د روان زیږدیز کال له مارچ میاشتې راهیسې د ۳۰ زره پولیسو معاشونه نه دي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت بایومټریک سیستم ته د دغو ۳۰ زره پولیسو د نومونو نه شاملول د مرستندویه هېوادونو لخوا د هغوی د تنخواهګانو د نه ورکولو لامل بلل شوی دی.

په همدې حال کې د پولیسو ځينې سرتېري چې په ناامنو ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې په جګړه بوخت دي وايي چې د معاشونو نه رسېدو یې هغوی له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دی.

په کندهار کې د پولیسو یو تن سرتېری جمیل په دې اړه وویل:«زموږ معاش کم دی. موږ ته تنخواه نه راکوي زموږ په حق کې ستره جفا شوې ده.»

په همدې ولایت کې د پولیسو یو بل سرتېری صدیق هم زیاتوي:«درې میاشتې کېږي چې موږ ته یې معاش نه دی راکړی او په وخت معاش نه راکوي په ۲۴ ساعتونو کې موږ ۲۰ ساعته دنده ترسره کوو موږ څلور ساعته ویده کېږو، خو معاش نه راکوي.»

د ناټو یو شمېر چارواکو ویلي مرستندویه هېوادونه د امنیتي ادارو په مشرتابه کې د فساد له امله د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د هغو کابو ۳۰ زره پولیسو چې بایومتریک یې نه دی شوی د معاشونو د ورکولو بهیر درولی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغو پوځیانو شمېر له دې لږ بولي او زیاتوي په لیرې پرتو او ناامنو سیمو کې د یو شمېر پوځیانو بایومتریک نه دی شوی خو ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ډاګه کړه:«ځینې هغه پولیس چې تراوسه په سیستم کې شامل شوي نه دي او دا بهیر تراوسه روان دی، معاشونه یې ځنډول شوي. خو د کورنیو چارو وزیر د دغه وزارت مالي برخې ته دنده ورکړې ترڅو یوې بلې مرجع یا سرچینې هغوی معاشونه په پام کې ونیسي او معاشونه یې ورکړي. او کله چې بایو متریک شول معاشونه یې په عادي توګه استول کېږي.»

په کورنیو چارو وزارت کې مسوولینو ویلي دغه کابو ۳۰ زره پوځیان د کندز، هلمند، ارزګان او زابل په شان ناامنو ولایتونو کې په دندو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغو پوځیانو شمېر له دې لږ بولي او زیاتوي په لیرې پرتو او ناامنو سیمو کې د یو شمېر پوځیانو بایومتریک نه دی شوی خو ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي.

شریک یي کړئ