Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د ۲۰۱۶ کابل په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ

یوناما د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې زیاتوالي په اړه په خپل نوي خپاره شوي راپور کې د جګړې پز ښکېلو خواو غږ کوي چې ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د یاد بنسټ له خوا وروستیو شمېرو له مخې چې نن( د تلې۲۸مه) خپرې شوې دي، ښیې چې د روان زیږدیز ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د جګړو له امله د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله زیاته شوې ده.

د جنوري د ۱ تر سپټمبر ۳۰ نېټې پورې، یوناما د وسلوالې جګړې په پایله کې ټولټال ۸۳۹۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ډلې یې )۲۵۶۲وژل شوي او ۵۸۳۵ ټپیان شوي( چې د ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله ۱سلنه زیاتوالی ښیی .

ځمکنۍ نښتې د تېر په څېر د ملکي کسانو مرګ ژوبلې اصلي لامل دی او له دې وروسته ځانمرګي او ډله‎ییز بریدونه او ځای پر ځای شوي چاودیونکي توکي راځي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ښاغلي ټډامیچي یاماموتو وویل:«په ګڼ میشتوسیمو کې مخ پر زیاتیدونکې جګړې په ښکېلو ډلو باندې الزموي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره په سمالسي ډول ټول ممکنه احتیاطي ګامونه واخلي.»

د دولت ضد عناصرو ۶۱ سلنه ملکي تلفات - ټول ټال ۵۱۴۳ ملکي تلفات )۱۵۶۹ مړه او ۳۵۷۴ ژوبل( اړولي. په داسې حال کې چې دا د ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله ۱۲ سلنه کموالی ښیې، یوناما د دولت ضد عناصرو له خوا په دوامدار ډول ناقانونه او بې توپیره بریدونه او همدارنګه د ملکي کسانو په عمدي ډول هدف ګرځولو پېښې مستند کړي دي.

یوناما د ټولو ملکي تلفاتو له جملې څخه ۲۳ سلنه ملکي تلفات دولت پلوه ځواکونو ته منسوب کړي، چې ټولټال ۱۸۹۷ ملکي تلفات )۶۲۳ مړینې او ۱۲۷۴ ټپې کیدنې( مستند کړي، چې دا د تیر کال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالې ښیی- دا د غیر مستقیم فیر کیدونکو او چاودیدونکو وسلو او هوایې بمباریو له امله را منځ ته شوي .

د دولت ضد عناصرو او دولت پلوه ځواکونو تر منځ د ځمکنیو نښتو په پایله کې ۱۱ سلنه ملکي مرګ‎ژوبله را منځ ته شوي چې له امله یې مسوؤلیت یو مشخص لوري ته منسوب کیدای نشي. د پاتې ملکي تلفاتو د لويې برخې پنځه سلنې لامل هغه چاودیدونکي توکي دي چې کوم ځانګړې ډلې او لوري ته ندي منسوب شوي.

د یوناما مشر ښاغلي یاماماتو وویل:«حکومت باید ژر تر ژره د ملکي تلفاتو د مخنیوي او کمولو ملي پالیسې پلې کړي او د دولت ضد عناصر هم باید د بې توپیره او نا قانونه آلو او تاکتیکونو کارول ودروي.»

یوناما د ماشومانو د مخ پر زیاتیدونکې مرګ ژوبلې په اړه زیاته اندېښمنه ده، هغه څه چې د ۲۰۱۳ راهېسې کال په کال لوړه شوې. د۲۰۱۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې، یوناما د ۲۴۶۱ ماشومانو مرګ‎ژوبله )۶۳۹ مړینې او ۱۸۲۲ ژوبلې( ثبت کړې دي چې د ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي. په ۲۰۱۶ کال کې ځمکنۍ نښتې د ماشومانو د ټولې مرګ ژوبلې له نیمایي څخه د زیاتې لامل شوی.

د ملګرو ملتونو استازي د میرمنو ۸۷۷ ملکي مرګ ژوبله )۲۴۰ مړینې او ۶۳۷ ژوبلې( ثبت کړې چې دا ۱۲ سلنه کموالی په ګوته کوي، او دا کموالی په عمده ډول د ځانمرګو او د ډله ییزو بریدونو او دغه راز د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله د ښځو د کمې مرګ ژوبلې په پایله کې رامنځ ته شوی.

د دولت پلوه ځواکونو او دولت ضد عناصرو تر منځ ځمکنۍ نښتې د ۳۲۵۴ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې )۸۲۹ مړینې او ۲۴۲۵ ژوبلې( لامل شوې چې د ملکي وګړو د ټولې مرګ ژوبلې ۳۹ سلنه جوړوي. دغه شمېر د ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.

په ځمکنیو نښتو کې شدت له جګړې څخه د پاتې شونو چاودیدونکو توکو یا ناچاودو توکو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې له زیاتوالي سره نیغ په نیغه تړاو لري. یوناما د ۵۱۰ ملکي وګړو تلفات )۱۶۰ مړینې او ۳۵۰ ژوبلې( مستندې کړې، چې د ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې ډانیل بیل وویل: "د ناچاودو توکو ۸۴ سلنه قربانیان ماشومان دي. د جګړې ټولې ښکیلې خواوې باید په سیستماتیک ډول ناچاوده توکي، معلوم، په نښه او پاک کړي، څو د ماشومانو اوسنی او راتلونکي نسلونه د دغو ناچاودو توکو له زیان څخه وژغورل شي.»

یوناما د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله په ملکی تلفاتو کي د پام وړ کمښت په ګوته کړي - ۱۵۱۴ ملکی تلفات )۴۹۶ مړینی او ۱۰۱۸ ژوبلی( چی دا ۲۲سلنه کمښت څرګندوي او په هدفي وژنو کی ۸۳۵ کسانو تلفات )ملکی تلفات - ۴۴۵ مړیني او۳۹۰ ژوبلی( ۳۰ سلنه کموالی څرګندوي.

خو د دې شمېر کموالي سره سره پر ملکي کسانو مستقیم بریدونه هم شوي دي.

یوناما داسی بریدونه هم ثبت کړي دي چی سوله‎ییز لاریون کوونکي، تعلیمی مرکزونه، قضایی او د رسنیو کارمندان او همدا رنګه ګن مېشتې ملکي سیمي لکه بازارونه او مذهبي ځایونه په قصدي ډول تر برید الندی راوستي.

د جولای په ۲۳ د حکومت ضد عناصرو په کابل کی د سوله ییزو مظاهره چیانو په یوه جمعیت باندې چی اکثریت یی هزاره ګان وو یو ځان مرګی برید ترسره کړ چی ۸۵ کسان یی ووژل او ۴۱۳ کسان یی زخمیان کړل. دا پېښه له ۲۰۰۱ څخه راهیسې تر ټولو زیاته مرګونې پېښه وه چی د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کی ثبت شوې ده. داعش )په عراق او سوریه کی اسالمی دولت( ددې حملی مسوولیت منلی دی.

یوناما بیا ځلې یادونه کوي چی د ملکي کسانو قصدي وژنه کیدای شی چی په جنګي جرمونو کې وشمېرل شي او د جګړې په ټولو خواوو غږ کوي چی د بشر پالنې د نړیوال قانون درناوی وکړي.

یوناما دغه راز په جګړو پورې اړوند داسي پېښې مستند کړي دي چی روغتیایی مرکزونه، تعلیمی مرکزونه، ماین پاکان، د پولیو واکسیناتوران او هغه کسان په نښه کوي چی بشري مرستې رسوي.

د ۲۰۱۶ د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې یوناما ۸۵ بریدونه مستند کړي دي چې په قصدي ډول یې تعلیمي موسسې په نښه کړي چی قصدي وژنې، د تعلیمې پرسونل تښتونې او تهدیدونې او د آګست په ۲۴مه افغانستان کې په امریکایی پوهنتون باندې برید په کی شامل دی، کوم چی ۱۳ ملکي کسان ووژل او ۴۸ کسان یې تپیان کړل. یوناما د حکومت ضد عناصرو باندې غږ کوي چی په قصدي ډول د ملکي کسانو له هدف ګرځولو نیونې او په ملکي ځایونو باندې له بریدونو څخه لاس واخلي او د بشرپالنې نړیوال قانون سره سم د )ملکیانو( تعریف په نظر کی ونیسي.

یوناما د ۱۸۹۷ ملکي وګړو تلفات )۶۲۳ مړینی او ۱۲۷۴ ژوبلی( ثبت کړې دي چی د حکومت پلوه ځوکونو له خوا د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کی رامنځ ته شوي چې د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله ۴۲سلنه زیاتوالی څرګندوي. د حکومت پلوه ځواکونو له خوا د ملکی تلفاتو اکثریت له دولت ضد عناصرو سره په ځمکنیو نښتو کی رامنځ ته شوي دي.

یوناما همدا رنګه اندیښنه لري چی د حکومت پلوه ځواکونو له خوا په هوایی بمباریو کې د ملکي تلفاتو شمیر زیات شوی دی چی ۲۰۱۶ کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه د سپتمبر تر ۳۰ پورې ۲۹۲ ملکي تلفات اوښتي )۱۳۳ مړینې او ۱۵۹ ژوبلې وې - چی د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په پرتله ۷۲سلنه زیاتوالی څرګندوي. ددغو تلفاتو یو په دریمه برخه د نړیواله نظامی قوتونو له خوا رامنځته شوي.

یوناما په وسله‎واله جګړه کې د ملکي وګړو د خوندي ساتنې په موخه د ملکی کسانو د تلفاتو دکمولو د ملی پالیسی د منظورولو په ګډون د حکومت پرلپسې هڅې ستایې.

یوناما د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې زیاتوالي په اړه په خپل نوي خپاره شوي راپور کې د جګړې پز ښکېلو خواو غ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه