Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو وزګارېدل

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په افغانستان کې څه باندې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو په وروستیو نږدې دوو کلونو کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغه سازمان له خوا د خپاره شوي راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ۱۲زره خبریالانو له منځه، د هغوی دوه پر درېیمې برخې خپل مسلک ته بدلون ورکړی.

د بې بولې خبریالانو سازمان په راپور کې راغلي:«په ۲۰۲۱ کال کې چې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود، څه باندې نیمايي یې خپل فعالیت درولی دی. له ۱۵۰ ټلوېزیوني چینلونو، اوس نږدې ۷۰ چینلونه فعالیت لري، له ۳۰۷ راډیوګانو یوازې ۱۷۰ یې خپرونې لري، د خبري اژانسونو شمېر له ۳۱ بیا ۱۸ ته راټيټ شوی دی.»

د خبریالانو د ملي ټولنې مشرتابه غړی، مسرور لطفي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه ستونزې چې موجودې دي هغې ته باید د حل لار وپلټل شي. له هغې پرته د دغه وضعیت دوام د هرې ورځې په تېرېدو سره، د هغو رسنیو شمېر زیاتوالی مومي چې خپل نشرات یې درولي دي.»

ورته مهال ځينې خبریالان بیا وايي د تېرو دوو کلونو په لړ کې د خبر رسونې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

خبریال مصطفی د ننګونو په هکله وویل:«موږ په لومړي سره کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ وو چې له بده مرغه په وخت مو اطلاعات ترلاسه کولای نه‌شول.»

بل خبریال حبیب الله هم وايي:«له بده مرغه خبریالان نه شي کولای چې په وخت، کره او موثق اطلاعات ترلاسه کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا وايي اسلامي امارت په تېر یوه کال کې هېڅ یوه رسنۍ نه ده تړلې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي زیاتوي، سرپرست حکومت له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.

ښاغلي فراهي طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«اسلامي امارت له یوه کال راهیسې، په مشخصه توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا هېڅ رسنۍ تړل شوې نه ده. که څه هم ځينې استثنايي موردونه کولای شي چې شتون ولري چې ځينې سرغړونې وي.»

تر دې مخکې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي و، د خبریالانو د کاري اسانتیا په موخه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له لږ بدلون سره د اسلامي امارت مشرتابه ته استولی او له تصویب وروسته به دغه قانون عملي شي خو په دې تړاو تر دې دمه د هغه څه څرک نه‌لګېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه