Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور او وروستیو نیونو ته د مجاهد غبرګون

اسلامي امارت د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، نیول شوي خبریالان یې د رسنیز فعالیت له امله نه دي نیولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې سرپرست حکومت د رسنیو فعالیتونه نه دي سانسور کړي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«څېړنه مو وکړه. هغه خبریالان چې نیول شوي هم دي، د معلوماتو په پار دي او زه بیا هم وایم چې د هغوی رسنیز فعالیتونه نه وو بلکې نورې موضوعګانې وې.»

تر دې مخکې، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه ۶۴ خبریالان د رسنیزو فعالیتونو له امله نیول شوي دي.

دغه کمېټه وايي، پر افغاستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د رسنیو ځپل زیات شوي او له دوی سره د رسنیو د سانسور، بریدونو، خپلسرو نیونو، د کورونو تالاشۍ او پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو پېښې ثبت شوې دي.

د نی یا د افغاستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې مسوول محمد ظریف کریمي وايي:«مسوولې ادارې دې ژر تر ژره نیول شوي خبریالان ازاد کړي. که‌چېرې کومه ادعا هم ده کېدای شي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون ته وویلی شي.»

د رسنیو کارکوونکي او خبریالان له اسلامي امارته غواړي چې د ازاد فعالیت اجازه ورکړي او د هغوی د سر او مال خوندیتوب ته هم پام وکړي.

خبریال رسول سادات طلوع‌نیوز ته وویل:«زموږ تمه دا ده هغه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو چې په کابل کې دي د امنیت لپاره یې هڅې وکړي؛ ځکه خبریال او رسنۍ د ټولنې سترګې او غوږونه دي.»

د رییس الوزرا مرستیال هم په یوه غونډه کې د بیان ازادۍ د نقض موضوع رد کړه.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل:«لوېدیځوال وايي چې دلته د بیان ازادي نشته، که‌چېرې د بیان ازادي نشته، دا مایکونه د چا دي؟»

تر دې دمخکې، د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه راپور کې ویلي و ۱۰ ورځې مخکې ۹ خبریالان د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري په خپلسرې توګه نیول شوي دي. د دغه بنسټ د خبرپانې پر احواله نیول شوي خبریالان باید له قید او شرطه پرته خوشې کړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه