Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې د افغانیو پر ځای د پاکستانۍ کلدارو کارول

د ننګرهار د هغو ۸ ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي چې لا هم په‌کې ټوله راکړه-ورکړه په کلدارو کېږي، له اسلامي امارته غواړي چې په‌دې ولسواليو کې د افغانيو د دودولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د دوی په خبره د پاکستانۍ کلدارې د بې ثباتۍ له امله هره ورځ هټۍوال او عام وګړي په زياته کچه زيان ويني او دې حالت يې پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي: «له حکومت نه مو دغه غټه هیله ده چې کلدارې بندې کړي او راکړه-ورکړه په افغانیو کړي.»

د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ اوسېدونکی نقيب‌الله شينواری وايي: «راکړه-ورکړه چې په افغانیو شي، دا خلک به هم شوله وي، موږ به هم خوشاله یوو او ټول ولس به خوشاله وي.»

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی حیات‌الله زیاتوي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې کلدارې بندې کړي او افغانۍ پیل کړي او ډېر خلک له زیان سره مخ دي.»

لعلپوره، مومندره، دوربابا، اچين، سپين غر، غني خېل، نازيان او بټي کوټ د ننګرهار هغه اته ولسوالۍ دي چې د افغانيو کارونه په‌کې په نشت حساب ده او اوسېدونکي يې د کلدارۍ اوسنۍ بې‌ثباتۍ له اقتصادي زيانونو سره مخ کړي دي.

د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکی کاتب خان وايي: «سبزي په افغانۍ اخلو دلته یې راوړلو ټولې کلدارې دي، نه په ګټه او نه په تاوان پوه ‌شولو.»

هټۍ‌وال جنت گل شينواری وايي: «د دوکاندارۍ کوم وسایل چې دي، که هغه د فوټوکاپي یا عکسونو کاغذ دی، هلته یې په افغانیو پېرو او دلته یې په کلدارو خرڅوو.»

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبادالله مشفق وايي: «په‌دې کې د ډېرو هټۍ‌والو او سوداګرو زیان دی، په ښار کې په افغانیو یو شی واخلي، دلته یې راوړي، خلکو کلدارې دود کړي او په کلدارو ډېر زیان دی.» 

اخوا د افغانستان بانک ویاند وايي، د افغانيو بشپړ دودول د ټولو ادارو مسووليت دی او په‌دې برخه کې بايد له دوی سره همکاري وکړي.

د افغانستان بانک ویاند حسيب‌الله نوري وايي: «موږ له ټولو درنو هېوادوالو غواړو چې په سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال له افغانۍ کار واخلي او په دې وسیله د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپلي مسوولیت تر سره کړي.»

په ننګرهار کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولسواليو کې په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي او د افغانيو د بشپړ دودولو غوښتنې داسې مهال کېږي چې پاکستان کې د وروستیو سیاسي کشمکشونو له امله د نورو اسعارو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې بيه تر بل هر وخت ډېره ټيټه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه