د مزارشریف ځينې اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو غواړي چې د اختر په ورځو کې د تفریحځایونو او جوماتونو امنیت ټینګ کړي.
دوی وايي هیله لري چې د اختر ورځو خوښۍ له هر ډول وېرې پرته ولمانځي.
د مزارشریف اوسېدونکي عبدالحسین په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د اسلامي امارت له ځواکونو زموږ غوښتنه دا ده چې د اختر په ورځو کې د جوماتونو امنیت تامین کړي.»
د مزارشریف بل اوسېدونکی احمد شکیب هم وايي:«موږ د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې یوو له امنیتي ځواکونو زموږ غوښتنه همدا ده چې د جوماتونو او تفریحځایونو امنیت ټینګ کړي چې خلک له وېرې پرته اختر ولمانځي.»
د مزارشریف اوسېدونکی محمد دین هم څرګندوي:«د اسلامي امارت له ټولو ځواکونو او ارګانونو زموږ غوښتنه دا ده چې د اختر په ورځو کې امنیت په ښه بڼه ټينګ کړي، چې د مزارشریف خلک او د ټول ولایت خلک په ټولیزه توګه یو شه اختر ولري.»
ورته مهال د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند مزار ښاریانو ته د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وویل:«موږ د بلخ ولایت په ځانګړې توګه مزارشریف خلکو ته ډاد ورکوو چې زموږ امنیتي ځواکونه د اختر په شپو او ورځو کې د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري.»
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته بلخ ولایت د څو چاودنو شاهد و، چې په پایله کې یې د دغه ولایت پخوانی والي او څو نور کسان ووژل شول.
په دې اړه مو اندونه