Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم پنډغالو کې میشتې کورنۍ خپلو سیمو ته د تلو غوښتنه کوي

د تورخم په لنډمهاله پنډغالي کې ځینې مېشت کډوال له سرپرست حکومته غواړي چې د ثبت او مرستو د وېش بهير يې چټک او ژر يې خپلو اصلي سيمو ته ولېږدوي.

هېواد ته له پاکستانه تر راستنېدو وروسته ډیری افغانان تورخم ته څېرمه پنډغالو کې مېشت کړای شوي چې بېلابېل ډول مرستې ترلاسه کوي او وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کیږي.

له پاکستان څخه تازه راستانه شوي کډوال، عبدالوارث و ویل: «له حکومت څخه دا غوښتنه کوم چې دا کوم خلک چې دلته پراته دي، زر تر زره یې کار وشي او خپل وطن ته لاړ شي او هلته ورته د کار زمینه برابره شي.»

له پاکستانه بل راستانه شوي کډوال معراج الدین طلوع نیوز ته و ویل: «موږ زه خپل ولایت ته، که نمره یا ځمکه نه لرو همالته به شکایت وکړو، موږ خپل ولایت لرو، ولسوالۍ لرو او ملک لرو.»

بلخوا د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، د خوراکي توکو مرستې د کډوالو ستونزې په دايمي ډول نه شي حلولی او دوی به هغو کډوالو ته پاملرنه زیاته کړي چې په لرې پرتو سيمو کې مېشت کېږي او د اړوندو ادارو له نظره لیرې وي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رييس، مطیع الحق خالص په دې اړه و ویل: «موږ هڅه کوو یو څه مرستې دلته راوړو او د دې پرځای به زموږ تمرکز پر هغو سیمو وي چې دا هېوادوال ورځي.»

د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي، د تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د تورخم له لارې ۵۵ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او د ډېری کورنیو د ثبت او بايومتریک بهير یې بشپړ کړی دی.

قريشي بدلون
تورخم پنډغالي کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول، قریشي بدلون طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: « د ۵۵ زره پورې کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي دي چې ټولییز کسان پکې شاوخوا ۲ لکه او ۱۷ زره کسان کیږي او دا هغه کورنۍ دي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوي دي..»

د تورخم له لارې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهير د پاکستاني حکومت له خوا د ضرب الاجل له اعلان وروسته چټک شو او د مسوولينو د معلوماتو له مخې لا هم هره ورځ په منځنۍ توګه ۵۰۰ کورنۍ له دې لارې خپل هېواد ته راستنېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه