Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه ایستل شوي کډوال: د کورنۍ غړي مو اوس هم په پاکستان کې بندیان دي.

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي ځینې کډوال چې په بلخ کې ولایت کې ځای پر ځای شوي، وایي چې لا یې هم د کورنۍ ځینې غړي د پاکستان په بندخونو کې دي. 

دوی د پاکستاني پوځیانو پر ناوړه چلند نیوکې کوي او زیاتوي چې د ایستلو سره سره د لارې په اوږدو کې هم د پاکستاني پوځیانو له لوري ځورول شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي سید الیاس طلوع نیوز ته وویل: « زموږ په کور کې چې دوه سړي وو، یو یې ونیوه، پیسې یې را څخه واخیستې او ویې لوټلو. له ډېرو ځورولو وروسته یې و ایستلو.»

له پاکستانه یو بل ایستل شوي، محمد هم وویل: «له هغه ځایه دلته خوښ یو وچه ډوډۍ خورو خو بیا هلته نه ځو او که ډېرې پیسې هم راکړي نه ځو.»

له پاکستانه دغه را ایستل شوي کډوال ، له سرپرست حکومته د کاري زمینو او دایمي سرپناه غوښتنه کوي.

له پاکستان ایستل شوی، عبدالغني وایي: «  دومره وخت چې په بل وطن کې وو څه ګټه مو ونه کړه اوس انشاالله هیله شته چې خپل هېواد ته راغلي یو، یو کار وکړو چې ځان او نورو خلکو ته مو یو څه ګټه ورسیږي .»

له پاکستانه ایستل شوي، ظاهر شاه څرګنده کړه: « هلته مو په لس لکه پاکستاني کلدارو کور جوړ کړې وه، او ۵ یا ۶ لکه مې د کور وسایل وو، چې په ټوله کې نږدې شل لکه روپۍ مو هلته پاتې شوې.»

په همدې حال، د بلخ د کډولو او را ستنېدونکو چارو رییس، چې تازه راستانه شویو کورنیو ته د لومړنیو خوراکي توکو د وېش په موخه د کډوالو له ځانګړي کمپ څخه لیدنه کړې، دوی ته یې د دایمي سرپناه د جوړولو ډاډ ورکړی.

د بلخ د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس، اسدالله وفا په دې اړه وویلی: « موږ په بلخ ولایت کې ټولې همکارې موسسې او دولتي ادارې دوی ته ډاډ ورکوو چې موږ د دوی په خدمت کې یو، لکه څنګه چې دلته په موقتي کمپ کې ټول امارت مسوولین د دوی په خدمت کې دي همدارنګه موږ دوی ته ډاډ ورکړې چې دوی به اصلي ځایونو ته لیږدوو.»

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پیله تر دې دمه، ۲۵۰۰ کورنۍ دغه ولایت کې مېشتې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه