Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې نجونو د زده کړو تر محرومیت وروسته انلاین سوداګري پیل کړې

بدخشان کې له زده کړو یو شمېر محرومو نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تر تړل کېدو وروسته انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې.

دغه پنځوس نجونې ارایشي او روغتیایي توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي او په ټولنیزو رسنیو کې تر بازارموندنې وروسته یې پلوري.

سیدنا زاراني او خور یې مشتري زاراني د ښوونځيو او پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته انلان سوداګري پیل کړې.

دوی وایي، له ایران څخه ارایشي او روغتیایي توکي واردوي او له بازار موندنې وروسته یې پر خلکو پلوري.

سیدنا زاراني طلوع‌نیوز ته وویل: «زموږ شرکت چې په ایران کې دی، کابل ته کاسمیټکس لېږدوي او د دې شرکت بله برخه چې په کابل کې ده، موږ ته په بدخشان کې مواد رالېږي او دلته یې موږ خرڅوو.»

مشتري زاراني هم زیاته کړه: « موږ دې پرېکړې ته ورسېدو چې نه درس شته او نه کار، لږ تر لږه د مالي خپلواکۍ لپاره دا کاروبار پیل کړو، او زه له نورو نجونو هم غواړم چې دا کاروبار پیل کړي ځکه چې عاید یې ډېر ښه دی.»

دا متشبثې نجونې له سرپرست حکومته غواړي، څو نجونو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

په بدخشان کې متشبثې، سمیرا په دې اړه وویل: « له اسلامي امارته غواړم چې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې پرانیزي او د کار زمینه هم ورته برابره کړي څو نجونې پرمختګ وکړي.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین هم دغه ولایت کې د سوداګرو مېرمنو د فعالیتونو له ملاتړه ډاډ ورکوي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو مدیر، ثمرالدین رحماني وویل: « له دغې انلاین سوداګرۍ موږ پوره مالومات نه لرو خو که د شریعت خلاف نه وي، موږ هېڅ ستونزه نه لرو.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په پنځلسو ولسوالیو کې څه باندې زر مېرمنې پر سوداګریزو فعالیتونو بوختې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه