د کورنیو چارو وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت او نړیواله ټولنه په روان کال کې د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره نوي پروګرامونه عملي کوي.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد چې په امنیتي برخو کې د خلکو د ستونزو د څېړلو په موخه بلخ ولایت ته تللی په مزارشریف ښار کې په یوه غونډه کې خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه د ترهګرو د له منځه لپاره جدي اراده لري.
هغه وویل:«له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د دولت اراده قاطع ده،د دولت اراده د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا کې ده، د دولت هوډ د سولې او ټیګاو په راوستو کې دی.»
له بلخوا د بلخ والي عطا محمد نور د هېواد په شمال کې د ناامنیو د پراختیا په اړه اندېښمن دی او خبرداری ورکوي که چېرې افغان ځواکونه د ترهګرو پرخلاف خپله جنګي تګلاره بدله نهکړي او له دفاعي حالته ونه وځي امنیتي وضعیت به لاخراب شي.
ښاغلی نور وايي:«تل باید بریدیزه روحیه ولرو په هر ځای کې چې دښمن تشخیص کړو هغه باید ولټو او ځان هغوی ته ورسو او په نطفه کې یې شنډ کړو.»
هغه همدارنګه زیاته کړه:«مه پرېږدی چې ترهګر خپلې ولې وځغلوي،پرمختګ وکړي،وروسته بیا موږ ته ستونزې رامنځته کړي،کهچېرې پرېږدو چې عشر او ذکات غونډ کړي او تریاک غونډ کړي او قاچاق وکړي،پیسې ترلاسه کوي او کولای شي چې ډېرې وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي ډېرې جګړې مدیریت کړي.»
د هېواد امنیتي چارواکي وايي که څه هم ترهګر د ناامنیو د پراختیا لپاره هڅې کوي خو ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به د ترهګرو هر ډول برید ته کلک ځواب ورکړي.