طالبانو نورې ترهګرۍ ډلې د سرپل ولایت ودانۍ او د امنیه قومندانۍ په ۳ کیلومټرۍ کې اډې او د روزنې مرکزونه لري.
د سرپل امنیه قومندان د دغه خبر له پخلي سره وايي چې هغوی د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره د سترو پوځي عملیاتو د ترسره کولو توان نهلري او د مرستندویه ځواکونو غوښتونکي شوي دي.
د سرپل امنیه قومندان خلیل الله دستیار وویل:«ځمکه د دښمن په ګټه ده.امنیتي ځواکونو ته وسلې او محاربوي امکانات بسندویه نه دي.په دې ځای کې د هوايي پوښښ څخه پرته د عملیاتو ترسره کول ډېر ستونزمن دي.»
په همدې حال کې د سرپل د ولایتي شورا غړي ګواښ کوي کهچېرې د سرپل ښار او ولسوالۍ د ترهګرو له شتون څخه پاکې نهشي،سږ کال به د سرپل لپاره ډېر یو ستونزمن کال وي.
د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني څرګنده کړه:«کهچېرې په سرپل کې یو چاڼيز عملیات پیل نهشي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې بېرته ونه نیول شي،د سرپل پرځېدل به لیرې نه وي.»
سرتېري احمدشاه وویل:«دښمن له موږ څخه درې کیلومټره لیرې دی او موږ دلته د ولایت لپاره پوسته جوړه کړې ده.»
بل سرتېري سیدګل هم څرګنده کړه:«په یوې خوا کې مو ښار دی او بلخوا ته مو دښمن پورت دی.زموږ پوسته د دښمن او ښار ترمنځ پرته ده.»