Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو او انرژۍ وزارت: د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره بویجه نه لرو

د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره کافي بودیجه نه لري. یاد وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده.

بل لور ته د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست له مرستندویه هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمه کاره پروژې پای ته ورسوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سپرسرت عبداللطیف منصور وویل:«ښايي نورو وزارتونو هم لېږدول شوي وي. خو زموږ بودیجه د دې په عنوان چې اوس په افغانستان کې جګړه ده نورو ادارو ته لېږدولې وه.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاتوي، دغه وزارت هڅې کوي چې، د برېښنا شرکت پورونه پرې کړي؛ خو د سیمې د هېوادونو پر بانکونو لګول شويو محدودیتونو د پیسو ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي منصور وویل:«کله چې موږ واک ته راغوو، مخکیني حکومت د تاجیکستان،ایران او ازبیکستان په څېر هېوادونو څخه برېښنا واردوله، د څلورو، پنځو میاشتو پور پاتې وو چې هغه کابو ۳۵ مېلیونه و.»

له دې سره سم، برېښنا شرکت بیا پر دې باور دی چې، په هېواد کې وروستۍ وچکالۍ د دې لامل شوي چې، په کور دننه د برېښنا د تولید په کچه کې کموالی راشي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«زموږ وارداتي برېښنا چې له ګاونډیانو یې پېرو. هغه د تړون پر بنسټ په منظمه توګه پېروو، یعنې په هغه کې هېڅ ډول ستونزه او کموالی نه دی رامنځته شوی. یوازینۍ ستونزه دا ده چې کورنۍ سرچینې کمې شوې دي او اوبه وچې شې دي؛ کله چې کورنۍ شبکې فعالې نه وي وارداتي برېښنا ولتاژ په هغه کچه چې باید جذب شي نه جذب کېږي.»

افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو راواردوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت له ایران، ازبېکستان او ځینو نورو هېوادونو سره د برېښنا رسولو په تړاو یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه