Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصادي مرستیال: د ترانزیټي پروژو د عملي کېدو لپاره هڅې ډېرې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان له خاورې، له منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا ته د انرژۍ د ټرانیزټي پروژو د عملي کېدو لپاره د هڅو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د کاسا زر ، ټاپ، ټاپي او ټو ټاپ پروژو عملي چارې پېل شي. او د دغو پروژو د عملي چارو له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت بیا کاسا زر او ټاپ پروژې د برېښنا په برخه کې تر ټولو مهمې اقتصادي پروژې ګڼي چې په وینا یې د یادو پروژو له عملي کېدو سره به د برېښنا د انرژۍ له پلوه د افغانستان د یوې لویې برخې اړتیا پوره شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وویل:«د کاسا زر پروژه چې له قرقیزستان، تاجیکستان ته او وروسته افغانستان او پاکستان ته برېښنا لېږدوي، له مهمو پروژو څخه دی، چې د افغانستان په خاوره کې د هغه ډېر کارونه مخته تللي دي. له دغې پروژې افغانستان هم کولای شي ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.»

د برېښنا شرکت پخوانی رییس بیا د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد پروژې د هېواد د اقتصاد، ټيکاو او امنیت لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې د کاسا زر پروژې ۶۰ سلنې کار بشپړ شوی او په وینا یې که په دې برخه کې پانګونه وشي د هېواد یوه ستره اړتیا چې برېښنا ده هغه به تامین شي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب څرګندوي:«د سیمه‌ییزو پروژو په هکله ټاپ، توټاپ، کاسا زره او ټاپي پروژې په هکله باید ووایم چې دغه پروژې له څو اړخونو خپلې ګټې لري. که‌چېرې افغانستان د دغو پروژو په پلي کولو کې بریالی شي او بستر ورته چمتو کړي چې دغه پروژې د افغانستان له لارې تېرې شي، د برېښنا او ګازو د ټرانزیت له لارې به ډېرې ګټې ترلاسه کړي. »

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د انرژۍ د ټرانزیټي پروژو عملي کېدل به له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان له مثبتو بدلونونو سره مخ کړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«له مرکزي اسیا، سوېلي اسیا ته د انرژۍ پروژو د عملي کېدو په صورت کې، افغانستان به ترې ښه ګټه ولري. موږ د برېښنا له کموالي سره مخ یوو، کولای شو د کاسا زر پروژې څخه کار واخلو او په ګازو پورې په اړوندو صنایعو کې د ټاپي له پروژې کار واخلو. په ټول کې د سیمه‌ییزو پروژو تطبیق له اقتصادي او سیاسي پلوه به د افغانستان لپاره ښه تحولات له ځان سره ولري.»

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، د کاسا زر، ټاپي، ټاپ او ټوټاپ پروژو عملي کېدل به د اقتصادي پراختیا سربیره افغانستان د ټرانزیټ له لارې هر کال له پام وړ عوایدو هم برخمن کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت بیا کاسا زر او ټاپ پروژې د برېښنا په برخه کې تر ټولو مهمې اقتصادي پروژې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه