Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته اسانتیاوې رامنځ ته شوي

اسلامي امارت وایي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وایي د هېواد په لویو لارو او ګمرکونو کې د اسانتیاو برابرېدل او د امنیت ټينګښت هغه مهم مسایل دي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ټرانزیټي موټرو لپاره یې افغان خاورې ته تګ راتګ اسان کړی دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « ټولې هغه لارې چې افغانستان له سیمې سره نښلوي، امنیت یي ټینګ دی او ټرازیټي موټر کولای شي په اسانه سره موخې ته وسیږي. دویمه دا چې د هېواد په ګمرکونو او دروازو کې دغو ټرانزیټي موټرو ته دغه برخې په پام کې نیول کیږي او د نوبت رسېدو اسانتیا هم ورته برابریږي. دریمه هم دا چې کله چې بېروبار اوسي د رسېدنې ټیمونه شته چې لاره خلاصه کړي. اوس مهال افغانستان د هېوادونو د ټرانزیټ لپاره یوه ښه لاره ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، افغان سوداګرو ته د منځنۍ اسیا، د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ټرانزیټ ډېر ګران تمامیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټ له لارې د توکو په لېږد کې ستونزې هم د سوداګرو لپاره په ستره ننګونه بدلې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « زموږ د ټرانزیټ حالات قیمتي انتقالات دي چې سوداګر یې کوي. که له شماله ټرانزیټ کوي لکه له چین، روسیې څخه د قزاقستان، ازبېکستان، ترکمنستان او نورو هېوادونو له لارې راوړي نو مصرف یې ډېر راځي.»

په ورته مهال، مالیې وزارت وايي، ټرانزیټ د اسلامي امارت د عایداتي څانګې یوه مهمه برخه ده چې له امله یې هېواد ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه عواید راځي.

د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل وویل: « ټرانزیټ د افغانستان یو له مهمو برخو ده چې نه یواځې مستقیم عواید د حکومت خزانې ته راځي بلکې غیر مستقیم عواید هم ورسره راځي. د کار زمینه رامنځ ته کوي، ځکه موټر په کار راځي، تېل پلورنکی په کار راځي، او ډېر عواید لاس ته راځي او افغانستان د نښلېدو پر نقطه تبدیلوي. د مالیې وزارت هڅه کوي څو د سیمه ییز او نړۍوال ټرانزیټ په برخه کې ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»

د هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي قوانینو ارزښت ته په کتو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اوس هم په کراچۍ بندر کې د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت، د سوداګریزو توکو ۵۰۰ کانټینرې د پاکستان حکومت له لوري درول شوي او تر اوسه ورته اجازه نه ده ورکړ شوې چې د افغانستان لور ته حرکت وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه